د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د کابل پر پرونۍ انتحاري حملې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې تبصره


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د پنجشنبې د ورځې خونړۍ حملې په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې په بمي چاودنو کې يوڅلوېښت کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

حمله د کابل په لوېديځ کې د قلعه ناظر په سیمه کې پر يوه ودانۍ شوې چې پکښي یو کلتوري مرکز وو او همداراز پکښي يو رسنيز دفتر هم وو.

داعش سخت دريځې ډلې د دې حملې مسئولیت منلی دی او پر خپله ويب پاڼه يې لیکلي چې دا مرکز يې ځکه په نښه کړی چې زده کوونکي ايران ته له ايت الله ګانو څخه د زده کړې لپاره لېږي.

دا ځانمرګی بريد پر هغه ودانۍ شوی چې پکښي د يوه رسنيز دفتر صدای افغان تر څنګ د تبیان په نوم يو کلتوري مرکز هم وو.

مقاله زیاتوي چې ايران د دې مرکز ملاتړ کوي او غواړي په ګاونډيو هېوادونو کې خپل نفوذ زیات کړي.

د بشري حقونو ادارو د پنجشنبې د ورځې تر حمله وروسته وويل چې کابل ورځ په ورځ ناامنه کېږي.

مقاله دا هم وايي چې ايران په وروستيو کلونو کې افغان شيعه وګړي په ځانګړې توګه هزاره افغانان سوريې ته لېږلي چې د بشار اسد د ځواکونو تر څنګ د داعش پر وړاندې وجنګېږي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه زیاتوي چې پر افغان شيعه ګانو د داعش حملې د هغو هڅو برخه دي چې غواړي په سیمه کې د ایران نفوذ کم کړي.

مقاله په نومبر مياشت کې پر شمشاد ټلوېزيون حملې ته هم اشاره کوي چې مسئولیت يې داعش ډلې منلی وو او دوه کارکوونکي يې په دې حمله کې وژل شوي وو.

د افغان خبريالانو د ژغورنې کمېټې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د درې اويا پيښو راپور ورکړی.

د دې ادارې د راپور له مخې لس خبریالان د ۲۰۱۷مېلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې وژل شوي.

ګلوبل تايمز:

ګلوبل تايمز ورځپاڼې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخيزې غونډې ته کتلي دي.

د دغو درو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په پيکېنګ کې د سې شنبې په ورځ سره ولیدل.

ورځپاڼې لیکلي، دا غونډه ښيي چې چين په سیمه کې د خپل سياسي او ډپلوماټيک نفوذ زیاتولو په لټه دی.

د ورځپاڼي په وينا، د چين مشران له افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو څخه د چين د شمال لوېديځ مسلمان اکثريت سيمو ته د فعالیت غځېدو ته اندېښنه لري.

ګلوبل ټایمز ليکي په جنوبي او مرکزي اسیا کې د کابل او اسلام اباد ترينګلي اړيکې د ټولو لپاره ښکاره ستونزه ده.

ورځپاڼه لیکي، دې ستونزې ته حل موندل د چین د ډپلوماسۍ لومړيتوب دی.

د ورځپاڼې په وينا، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په جون مياشت کې افغانستان او پاکستان دواړو ته سفر وکړ.

ورځپاڼه ليکي، وانګ يي پنځه اساسي موافقې تر لاسه کړې چې پکښي د درو واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ د ديالوګ ميکانيزم هم شامل وو.

د لیکوال په وينا، دا ديالوګ له چین سره د اقتصادي دهلېز په جوړولو او د افغانستان او پاکستان د پخلاينې په پروسه کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG