د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

دانش: له همغږۍ او د خلکو له همکارۍ پرته د انتحاري حملو مخنیوی ستونزمن دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د همغږۍ او د خلکو له همکارۍ پرته د انتحاري حملو مخنیوی ستونزمن دی.

په کابل کې پر یوه فرهنګي مرکز تر خونړۍ حملې وروسته چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خلکو له همکارۍ پرته د داشان حملو مخنیوی ستونزمن دی.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په کابل کې په تبیان فرهنګي مرکز تر انتحاري حملې دوه ورځې وروسته د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۹ مه» ازادي راډیو ته وویل، دوی خپل جدي امنیتي تدابیر لري، خو انتحاري حملې خورا پېچلې او مخنیوی یې ګډ کار ته اړتیا لري.

د ښاغلي دانش په خبره، په تبیان فرهنګي مرکز کې د جوړې شوې غونډې په اړه امنیتي مسؤلین په جریان کې نه وو پرېښودل شوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلي دانش وویل:

"هغه پېښه چې رامنځته شوه، هلته د جوړې شوې غونډې په اړه له مربوطه پولیسو سره هېڅ ډول همغږي نه وه شوې، په دې برخه همکارۍ کولای شي چې د امنیت په ټینګښت کې له موږ سره مرسته وکړي، د پنجشنبې د ورځې د حملې په څېر انتحاري حملې خپله پېچلتیا لري او ستونزمنه به وي چې له ګډې همکارۍ او د کشفي بنسټونو له پیاوړتیا پرته یې مخنیوی وشي."

ښاغلی دانش په داسې حال کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د جدي امنیتي تدابیرو خبره کوي چې د نوموړي وزارت د راپور له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د تبیان په فرهنګي مرکز په انتحاري حمله کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۸۴ نور تپیان شول.

تبیان فرهنګي مرکز تر ډېره د شیعه مذهبو فرهنګي ځوانانو د راټولېدو ځای و چې په دغه مرکز د انتحارې حملې مسؤلیت داعش وسله والې ډلې ومانه.

د یادونې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محرم د ورځې د لمانځنې له تیاریو راهیسې په کابل ښار کې پر شیعه مسلمانو او مقدسو ځایونو د حملو د مخنیوي په هدف د دوی له خوا معرفي شویو یو شمېر کسانو ته وسلې هم ورکړې، خو انتقادونه دا دي چې تر دې دمه دغې چارې هم نتیجه نه ده ورکړې.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي، تر کومه چې د کشفي ارګانونو ظرفیت لوړ نه شي، د حملو په ځانګړي ډول انتحاري حملو د مخنیوي په برخه کې به هره چاره بې نتیجې وي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی صالح محمد صالح
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی صالح محمد صالح

د دغه کمېسیون غړی صالح محمد صالح وایي :

"اوس په افغانستان کې ډېر قوی استخباراتي جنګ روان دی او تر کومه چې زموږ کشفي او استخباراتي بنسټونه قوي شوي نه وي او پوه خلک پکې ځای پرځای نه شي، موږ نه شو کولای د دا ډول حادثو مخنیوی وکړو."

د ښاغلي صالح په خبره، د کشفي او استخباراتي بنسټونو د پیاوړي کولو ترڅنګ په کار ده چې افغان امنیتي ځواکونه هم په صداقت سره خپله دنده ترسره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG