د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

افغانستان د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ستايلي، خو پاکستان پرې غبرګون ښودلی


په امریکا کې د افغانستان سفير وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستيو څرګندونو هرکلی کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړي ټويټ کې ليکلي:

"امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته په احمقانه توګه تر ۳۳ میليارده زيات ډالر مرسته ورکړې، خو دوی موږ ته په بدل کې له درواغو او تېر ايستلو پرته بل هېڅ نه‎دي راکړي."

ډونالد ټرمپ په خپل ټويټ کې پاکستان ته په اشارې زیاته کړې:

"دوی زموږ مشرانو ته د احمقانو فکر کړی وو او ترورېستانو ته خوندي ځايونه ورکوي چې موږ یې په افغانستان کې په نخښه کوو، خو دا کار به دوام ونه‎کړي."

واشنګټن بايد د افغانستان د سخت دريځو په برخه کې له ډيپلوماسۍ څخه کار واخلي.

د ډونالد ټرمپ د دې خبرو په عکس‌العمل امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب له ازادي راډیو سره د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۱» په خبرو کې وويل چې د افغانستان لپاره د ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې يو مثبت پيغام دی.

امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب
امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب

ښاغلي محب پاکستان ته په اشارې وويل:

"پاکستان د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره له امریکا څخه مرسته اخلي، خو تر اوسه پورې يې هم هغه ځالې له‎منځه نه‎دي وړي چې په دوامداره توګه په افغانستان کې ترورېستي حملې کوي. په تېره اوونۍ کې ترورېستانو دوه حملې وکړې چې يوه‌یې په کابل کې پر یوه فرهنګي مرکز او بله په ننګرهار کې په يوه جنازه باندې وکړه. نو زموږ لپاره دا يو مثبت پيغام دی چې پاکستان باندې د امریکا فشار نور هم زیات شي."

د جنازې په مراسمو کې د ګډون کوونکو کسانو جنازه خاورو ته وسپارل شوه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

ښاغلي محب زیاته کړه، د هغو مرستو چې پاکستان‌يې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له امریکا څخه اخلي، بندېدل پر پاکستان مستقيم فشار راوړلای شي او افغانستان د دې اقدام هرکلی کوي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې ډېر ژر به د ټرمپ څرګندونو ته عکس‌العمل وښيي او نړۍ ته به د افسانې او رښتيا ترمنځ توپير ووايي.

د اردو ژبې پاکستاني جيو ټلوېزیون د خواجه اصف له قوله ويلي چې واشنګټن بايد د افغانستان د سخت دريځو په برخه کې له ډيپلوماسۍ څخه کار واخلي، نه له نظامي طريقه.

جيو ټلوېزیون همداراز د اصف له خولې ويلي چې امریکا په افغانستان کې د ماتې خوړلو له کبله په غوصه ده او امریکا باید د مذاکراتو لاره خپله کړي.

د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال پر اسلام‎اباد انتقاد وکړ او ويې‌ويل چې که څه هم پاکستان له امریکا سره د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې ډېر څه تر لاسه کړل، خو ترورېستانو او جنايتکاراتو ته په خوندي ځايونو ورکولو سره به دا هېواد ډېر څه له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG