د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

ملي ارمان: پاکستان دې نور د امریکا مشرانو ته د احمقانو فکر نه‎کوي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو تُندو څرګندونو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې له دې وروسته دې پاکستان د امریکا مشرانو ته د احمقانو فکر نه‎کوي، تر عنوان لاندې په خپل سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانانو هغه خبرې دي چې له کلونو راهیسې يې د نړیوالو غوږونو ته رسولي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته څه د پاسه ۳۳ میلیارده ډالر مرسته ورکړې، خو پاکستان‌‌یې په بدل کې امریکا ته یوازې چل، فریب او دوکه ورکړې او زموږ په مشرانو يې د ساده‎ګانو ګومان کړی دی.

که څه هم له دې وړاندې یو شمېر امریکايي چارواکو د ترهګرو سره د ملاتړ له امله پر پاکستان سختې نیوکې کړي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره دا لومړی وار دی چې د امریکا ولسمشر په دومره واضح ډول د پاکستان د ترورېزم پالنې خبره کوي او دې هېواد ته ګواښ کوي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په یو تحلیلي مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې د امن لپاره د ټویټ او خبرو پر ځای پر پاکستان عملي فشار ته اړتیا ده.

په مطلب کې راغلي چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانانو له تاوده هرکلي او د پاکستانیانو له تُند غبرګون سره مخ شوې دي.

د مطلب لیکوال په دې باور دی چې تر هغه د ترهګرو د ملاتړي په توګه په دې هېواد عملي فشارونه رانه‎وړل شي له تشو خبرو هېڅ نه‌جوړېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې په دې اړه له امریکا څخه د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر دا ټویټري پیغام په ګرده نړۍ کې له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي:

نړۍ اوس پوه شوې چې د پاکستان په اړه د افغانستان غوښتنه برحقه ده او اوس باید امریکا د پاکستاني ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه پورته کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور له ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ نه‌یوازې افغانستان ګواښي، بلکې سیمه او نړۍ يې هم له ګواښونو سره مخ کړې ده، نو ځکه خو امریکا ته په کار ده چې د ترهګرۍ په وړاندې پیل شوې جګړه دې د بري تر بریده ورسوي او په پاکستان کې دې د ترهګرۍ جرړې وباسي.

XS
SM
MD
LG