د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ننګرهار کې د جنازې په مراسمو انتحاري حملې ۱۸ تنه ووژل


د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو په چاودنه کې د وژل شويو لمونځ کوونکو شمېر ١٨ ته ورسېد.

چاودنه د هسکې مېنې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې پر مراسمو شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې ١٢ نور کسان ټپيان شوي هم دي او د مړو شمېر ښايي زيات شي.

د خوګیاڼي په خبره چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د دې حملې مسؤليت داعش ډلې منلى دى.

د افغانستان اجرائيه رياست دغه حمله غندلې او ويلي يې دي:

"تروريستان له تفکيک پرته د افغانستان اتباع په نښه کوي."

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر هم په يوه اعلاميه کې دغه حمله غندلې او ويلي يې دي:

"زموږ ملي امنیتي ځواکونو د مخامخ جګړې په میدان کې دښمن په ګونډو کړی، خو دا ناځوانه او ډارن دښمن پر ولسي وگړو د خپلې کرکې لمبې خپروي."

پخواني معلومات:

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو د شوې چاودنې له امله ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د دې ولایت د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن له غرمې وروسته ۲ بجې او ۳۰ دقیقې د بهسودو ولسوالۍ د مقام خان په هدیره کې شوې ده.

ښاغلي خوګیاڼي وویل، چاودنه په یو موټر سایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو موادو په وسیله رامنځ ته شوې چې د پېښې په سیمه له وړاندې ودرول شوی وو.

نوموړي زیاته کړه، د یو شمېر ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی او ښایي د وژل شويو په شمېر کې زیاتوالی هم راشي.

هغه وایي، د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې یو شمېر یې د یوې کورنۍ پورې تړاو لري.

د دې چاودنې له امله د پېښې په ځای کې یوه ریکشه او یو بل موټر سایکل هم تخریب شوي دي.

د ننګرهار روغتیايي چارواکو هم تائيد کړې چې له دې پېښې ورته ۱۵ وژل شوي او ۱۴ ټپيان وروړل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي جنایتکاران په اسلامي ارزښتونو، جوماتونو، تکیه خانو، فرهنګي مرکزونو او لمونځ کوونکو باندې حملې کوي.

د اجرائیه ریاست د اعلامیې له مخې ترورېستانو به په هېڅ ډول د بې ګناه خلکو په وژلو سره خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

  • پخواني معلومات

په ننګرهار کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو کې د شوې انتحاري حملې له امله له ۲۵ ډېرو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې ۱۵ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

نوموړي دا هم ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن له غرمې وروسته د بهسودو ولسوالۍ اړوند د مقام خان په هدېره کې شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون مسؤلینو بیا روغتون ته د ۱۲ وژل شويو او ۱۴ ټپيانو د د انتقال خبر ورکړی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

  • پخواني معلومات

په ننګرهار کې د هسکې مینې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو کې د شوي انتحاري حملې له امله ۱۲ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن له غرمې وروسته د جلال اباد د مقام خان په هدیره کې شوې ده.

نوموړی وايي چې په پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي، خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل ازادي راډيو ته وویل چې له یادې پېښې دولتي روغتون ته ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۴ ټپيان ور وړل شوي دي.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې د پخواني ولسوال په جنازه کې د شوي انتحاري حملې له امله شپږ تنه جنازه کوونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه د جلال اباد ښار د مقام خان په هدیره کې رامنځته شوې چې له امله يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه ده، خو دقیق شمېر يې نه لري.

د ننګرهار د عامې روغتیا د روغتون مسؤلینو ویلي چې له یادې پېښې ۹ جسدونه او ۱۵ ټپيان ور وړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG