د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

اېشیا ټايمز: د پيکېنګ په غونډه کې د چين وړانديز ښايي پاکستان اندېښمن کړی وي


  • اېشیا ټايمز

اېشیا ټايمز خپرونې د افغانستان، پاکستان او چين د درې اړخیزې غونډې په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پيکېنګ او اسلام‎اباد به افغانستان ته د اقتصادي دهلېز پروژې پر غځولو غور وکړي. د اقتصادي دهلېز پروژه د ۵۷ میليارده ډالرو ارزښت لري.

مقاله لیکي:

د چين وړانديز ښايي پاکستان اندېښمن کړی وي چې دې هېواد چين خپل اوسپنيز ورور باله، خو چين اوس په یوه منځګړي بدلېږي.

مقاله زياتوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدين رباني چين د افغانستان تل‎پاتی او د باور وړ شريک هېواد وباله او ويې‌ويل چې هېواد يې چمتو دی چې د اقتصادي دهلېز پروژې برخه شي.

د مقالې په وينا، چين غواړي افغانستان او پاکستان دواړه د سيمه‎ييزو پروژو برخه وي، نو ځکه غواړي د سولې پروسه هم پرمختګ وکړي.

په همدې حال کې افغان چارواکو هيله څرګنده کړې ده چې چین به پر پاکستان د ترورېزم په برخه کې د همکارۍ په خاطر له خپله نفوذه کار واخلي.

مقاله زياتوي چې که افغانستان د اقتصادي دهلېز پروژې برخه شي، امریکا يې ښايي هرکلی وکړي ځکه د ورېښمو د لارې نظر لومړی ځل امریکا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ورکړی وو.

مقاله همداراز زیاتوي چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا وصل کول د امریکا جغرافیايي سياسي هدف دی چې په سيمه کې د روسيې نفوذ له‎منځه لاړ شي.

مقاله لیکي:

امريکايي څېړونکي وايي، په منځنۍ اسیا کې د چين او امریکا ګټې يو دي.

  • دې هندو

دې هندو ورځپاڼې هم افغانستان ته د چین د اقتصادي دهلېز پروژې د غځېدو په اړه مقاله لیکلې ده.

مقاله لیکي چې هندوستان مخکې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پروژې مخالفت کړی دی.

دا پروژه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير څخه تېرېږي او هندوستان‌يې ځکه مخالفت کوي چې وايي، کشمير د دې هېواد برخه دی او که اقتصادي دهلېز له دې سیمې تېر شي دا د هندوستان له خپلواکۍ د سرغړونې په معنی ده.

مقاله د څېړونکو له قوله لیکي چې د اقتصادي دهلېز له لارې د ګوادر بندر ته د افغانستان لاسرسی په دې معنی دی چې د ايران، هندوستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخېزې موافقې سره توازن برابر شي.

د دې موافقې له مخې کابل د ايران چابهار بندر ته لاسرسی لري.

مقاله زیاتوي چې چين همداراز غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې عادي شي.

د مقالې په وينا د افغانستان او پاکستان د خپل‎منځي اړيکو د وضعیت په اړه هڅې په نوره نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د ورته وضعیت لپاره د ازموينې په توګه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG