د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

بلخ امنیه قوماندان: د بلخ والي پورې تړلیو پوځیانو مهمند له ځان سره یوړ


د بلخ په والي عطا محمدنور پورې تړلیو پوځیانو د بلخ ولایتي شورا غړی اصف مهمند پرون شپه ناوخته نیولی دی.

مهمند د بلخ په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.

د بلخ امنیه قوماندان سیدکمال سادات په سیمه کې رسنیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست د حکم له مخې یې غوښتل اصف مهمند بېرته کابل ته واستوي خو د بلخ د والي پورې تړلیو پوځیانو د بلخ د ولایتي شورا دا غړی له ځان سره یوړ.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد بیا تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې په اصف مهمند د فساد تورونه دي او هغه د عدلي ارګانونو په امر نیول شوی دی.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد
د بلخ د والي وياند منير فرهاد

دی وايي:

"ښاغلى مهمند چې د ملي امنيت د څارنوالۍ او د درنو جرمونو د څارنوالۍ له خوا يې د نيولو حکم صادر شوى، د اسنادو او قراردادونو په جعل کولو تورن دى."

د بلخ والي ته نېږدې کسانو په ټولنیزو رسنیو اسناد خپاره کړي او ادعا یې کړې چې د کورنیو چارو وزارت او له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د محمد آصف مهمند د نیولو امر کړی دی.

دوی ټینګار کوي چې د ښاغلي مهمند نیونه د قانون سره سم ترسره شوې ده.

د مهمند تر نیول کېدو وروسته د هغه داسې تصویرونه راوتلي چې ښيي په لاسونو کې یې ولچکونه پراته دي او یو تن چې برګه پوځي دریشي یې په تن ده تر څنګ هم ناست دی.

د بلخ والي عطا محمدنور په خپل فیسبوک پاڼې د اصف مهمند تر نیول کېدو وروسته د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي ته په خطاب کې ویلي چې له توطیه جوړونکو پروژو سره بلخ چې نسبي امنیت او آرامي لري، مه نا آرامه کوئ.

معلومه نه‎ده چې ښاغلي نور چې په وروستیو کې یې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم او د اجرائیه رئیس د دویم مرستیال او د حزب وحدت مردم اسلامي افغانستان د رئیس محمدمحقق په ملګرتیا یې د افغانستان د نجات په نوم ائتلاف جوړ کړی ولې د حکومت دغو لوړپوړو امنیتي مقاماتو ته دا څرګندونې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت ریاست په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

اصف مهمند چې د بلخ د والي عطا محمد نور له سر سخته منتقدانو ګڼل کېږي یوه اوونۍ مخکې ادعا کړې وه چې د بلخ د والي په وړاندې د اسنادو د وړاندې کولو لپاره لویې څارنوالۍ ته ورغلی و.

هغه د بلخ والي په فساد او خپلو خپلوانو ته په امتیاز ورکولو تورن کړ.

د اصف مهمند ځینو پلویانو ګواښ هم کړی چې که هغه بېرته ژر خوشې نه شي د بلخ – جوزجان لویه لار به وتړي او مظاهرې به وکړي.

د رپوټونو له مخې د بلخ په هوايي ډګر کې د تېرې شپې د لانجې په خاطر سیمه کلابند شوې وه او دې کلابندۍ او ګډوډۍ څو ساعته دوام کړی و.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG