د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

جمعیت اسلامي ګوند د نور د استعفا په اړه ارګ ته شرایط وړاندې کړل


د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي، له بلخ ولایت نه به د عطا محمد نور د ګوښه کېدو تصمیم هغه مهال ومني چې جمهوري ریاست په خپلې پرېکړې بیا غور وکړي او د دوی شرایط ومني.

د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح‌الله فطرت د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» ازادي راډیو ته وویل، د بلخ د ولایت د مشرۍ لپاره راتلونکی انتخاب او دغه‌شان دوی ته د څو وزارتونو، سفارت‌خانو او ولایتونو د مسؤلیت سپارل، د جمعیت اسلامي له شرایطو دي.

دی وايي:

"هغه مهال بیا جمعیت اسلامي یو سلسله شرایط لري، یو ځل چې حکومت ځواب ورکړي، بیا موږ خپل شرایط اعلانوو. هغه ژمنې چې حکومت له جمعیت اسلامي ګوند سره د مذاکراتو پر مهال کړې وې، د هغه پوره کېدل زموږ شرط دی. بلې هو د هماغه څو وزارتونو، سفارتونو او ولایتونه ژمنه یادوو."

نوی ګمارل شوی والي انجنیر داوود
نوی ګمارل شوی والي انجنیر داوود

جمهوري ریاست تر اوسه د جمعیت اسلامي د وروستي دریځ په اړه څه نه‎دي ویلي، خو تېره ورځ د بلخ لپاره نوي ګمارل شوي والي انجنیر داوود ازادي راډیو ته ویلي چې د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی او د نوموړي له ګمارنې سره اجرائیه رئیس او دغه‌شان د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح‌الدین رباني کوم مخالفت نه‎لري.

څلور ورځې مخکې یعنې د تېرې دوشنبې په ورځ جمهوري ریاست اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې او انجنیر داوود یې نوی والي ګمارلی دی.

له ځنډ پرته جمعیت اسلامي د جمهوري ریاست دغه پرېکړه یو اړخیزه او د نه‌منلو وړ وبلله.

ښاغلي نور هم ویلي چې ده څو میاشتې مخکې له ارګ سره د مذاکرې پر مهال خپله استعفا ولسمشر ته سپارلې وه، خو اوس‌یې استعفا منتفي او نوموړي ته د منلو نه‎ده.

جمعیت اسلامي په دې وروستیو کې ویلي چې د بلخ نوی والي د جمعیت د رهبرۍ او عطا محمد نور له لوري بلخ ولایت ته نه‌دی پیشنهاد شوی، بلکې کورنیو چارو وزارت ته د بلخ په امنیه قوماندانۍ کې د امنیت د امر په توګه وړاندیز شوی و.

ذبیح‌الله فطرت وايي، ممکن ښاغلی داوود په تېر کې د جمعیت قوماندان پاتې شوی وي، خو د ده په خبره نوموړی د کډوالۍ پر مهال و، دغه‌شان په‎دې وروستیو کې د جمعيت په فعالیتونو او سیاسي پرېکړو کې یې رول نه‌درلود.

ښاغلی فطرت دا هم وايي چې جمعیت اسلامي به هېڅکله هم ښاغلي داوود ته اجازه ورنه‌کړي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار پيل کړي، د نوموړي په وینا عطا محمد نور اوس هم د بلخ والي دی.

جمعیت ګوند: داوود ته به اجازه ورنه‎کړو چې د بلخ د والي په توګه کار پیل کړي

په ورته وخت کې د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وايي، د ولسمشر له‎خوا د بلخ ولایت په اړه په پرېکړه کې د جمعیت اسلامي ګوند ونډه په پام کې نیول شوې ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، حکومت ګوندي یا پارلماني نه‎دی، نو دې ته په بام سره د جمعیت اسلامي ګوند دریځ غیر قانوني دی.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی

دی وايي:

"دا چې ولسمشر د عطا محمد نور استعفا منظور کړې او اخلاقاً یې د جمعیت یو بل غړی معرفي کړی، باید دوی «جمعیت» دا قبول کړي او مخالفت ورسره ونه‎کړي. ځکه چې جمعیت یوازې د عطا محمد نور نه‎دی، بلکې په جمعیت کې نور کسان هم شته. دوی باید دغې موضوع ته زیاته لمن ونه‌وهي. که لمن وهي، دغه کړنه د اساسي قانون او ولسواکۍ خلاف ده. زموږ نظام پارلماني او ګوندي نه‎دی چې هر ګوند ووايي، زموږ حق دې راکړل شي."

خو جمعیت اسلامي ګوند له دې مخکې ویلي و چې د ملي وحدت حکومت د هوکړې له مخې هېڅ‌څوک د عطا محمد نور د لیرې کولو صلاحیت نه‎لري.

بل‎خوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو په سیاسي هوکړه‌لیک کې داسې څه نه‎دي راغلي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG