د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

پيکېنګ کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزيرانو غونډه پيلېږي


نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۵ ۰» د چین په پلازمېنه پيکېنګ کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزيرانو د درې اړخیزو غونډو لومړی پړاو پيلېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د درې واړو هېوادونو کاري ګروپونو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۴ ۰» خپل کار پيل کړ او د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې لپاره‌يې چمتووالی نيولی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وياند صبغت‎الله احمدي پرون دوشنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"ټاکل شوې، د اقتصادي همکارۍ، سيمه‌ييزې همکارۍ، د سیمې د اتصال او ترورېزم سره د مبارزې په اړه يو توافق ترلاسه کړو."

کابل دوامداره شکایت کړی چې اسلام‎اباد د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې جدي مرسته نه‎کوي او ادعا يې کړې چې پاکستان ترورېستانو ته خوندي ځايونه ورکوي او په افغانستان کې د سولې د ټينګولو په برخه کې همکاري نه‎کوي.

دا ادعاوې د پاکستان چارواکي ردوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وياند ازادي راډیو سره په خبرو کې هيله څرګنده کړه چې پاکستان به دا ځل د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې له ژمنې سره سم عمل وکړي.

چين د درې اړخیزې غونډې خبره سږ کال په جون مياشت کې هغه مهال مطرح کړې وه چې د چين د بهرنیو چارو وزير له خپل پاکستاني او افغان سیال سره په پيکېنګ کې وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو خبرو کې د چین نقش ډېر ښکاره و او هيله ده چې د سيمه‎ييز امنیت د ټينګولو په بحثونو کې به پيکېنګ پر پاکستان له خپله نفوذه کار واخلي.

په همدې حال کې څېړونکي او کارپوهان دې غونډې ته خوشبینه دي او وايي، هر اقدام چې د افغانستان او ګاونډي هېوادونو ترمنځ ترينګلی وضعیت نورمالوي او په سیمه کې سوله ټينګوي، يو مثبت اقدام دی.

د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی وايي، افغانستان دا ځل له یوې روښانه ستراتېژي سره په دغې غونډه کې ګډون کوي او هغه دا ده چې د افغانستان د دولت ضد ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ په ستراتېژي کې تغیير غواړي.

د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی

ده زیاته کړه:

"که پاکستان د افغانستان په اړه خپله پالېسي بدله کړي، زه په دې باور يم چې دا اقدام به‌يې د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې په ګټه او سولې پر لور وي، کنه دا مذاکرات به له هغو خبرو څخه وي چې پاکستان به‌يې د ځان لپاره د وخت ګټلو په خاطر د تاکتیک په توګه کوي."

په دې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلاميه وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير خواجه محمد اصف په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدين رباني هم پيکېنګ ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG