د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره: د بلخ د نوي والي د معرفي کولو چمتووالی نیول شوی


د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د بلخ د نوي والي د معرفي کولو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د افغان حکومت د اجرائیه رئیس د هغو خبرو په دوام چې وايي، د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه د عطا محمد نور د استعفا له منظورۍ سره موافقه کړې وه، د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د بلخ نوی والي به ډېر ژر معرفي شي.

د دغې ادارې ویاندې منیرې یوسف‌زاده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ رسمي والي انجنیر داوود دی او د نوموړي د معرفي کولو لپاره چمتووالی هم نیول شوی دی.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده

منیرې یوسف‌زاده زیاته کړه:

"موږ انجنیر داود چې د بلخ والي دی، سیمه‌ییزو مسؤلینو او خلکو ته معرفي کوو. د استاد عطا له کړنو ستاینه کوو او هغه مستعفي والي حسابېږي. موږ د نوي والي د معرفي کولو لپاره چمتووالی لرو."

جمهوري ریاست تېره اوونۍ اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې او انجنیر داوود یې د نوي والي په توګه اعلان کړ.

دغه اعلان که څه هم د ښاغلي نور او جمعیت ګوند له تند غبرګون سره مخ شو، خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته وویل چې نوموړی د عطا محمد نور له استعفا سره موافقه کړې او جمعیت اسلامي ګوند هم په دغې پرېکړه کې له موږ سره و.

خو اوس چې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د بلخ لپاره د نوي والي د معرفي کېدو خبره کوي، د جمعیت ګوند ویاند واقف حکیمي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د ازادي راډیو خبریال له ښاغلي حکیمي سره اړیکه ونیوله، خو نوموړي په دې دلیل چې ګوندې مخکې یې په دې مسئله خبرې کړي، له څه ویلو ډډه وکړه.

له دې مخکې د جمعیت ګوند ویاند ذبیح‌الله فطرت ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی به اجازه ورنه‌کړي چې انجنیر داوود د بلخ د نوي والي په توګه خپل کار پیل کړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم منشي وايي، د نوي والي له معرفي کولو مخکې باید رامنځته شوي اختلافات د خبرو له لارې حل شي.

فیصل سمیع د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"اوس د حکومت له لوري د بلخ والي انجنیر محمد داوود دی، خو لا تر اوسه دغه کار عملي جنبه نه‌ده غوره کړې، مقابل لوری شرایط او غوښتنې لري. زه فکر کوم چې د نوي والي له معرفي کولو مخکې باید همغږي وشي، دا به د دواړو خواوو په ګټه وي."

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند له دې وړاندې ویلي وو چې عطا محمد نور به هغه مهال خپله دنده پرېږدي چې جمهوري ریاست د دغه ګوند شرطونه ومني.

د بلخ د والي په توګه د فرهاد عظیمي معرفي کېدل او دغه ګوند ته د څو وزارتونو، سفارتونو او ولایتونو ورکړه د جمعیت اسلامي عمده شرطونه دي.

هغه څه چې جمهوري ریاست‌یې تر اوسه په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG