د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

مایک پنس: د افغانستان په جګړه کې رښتینی پرمختګ او بری لیدل کېږي


د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس.
د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس.

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر وايي، په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي مثبته نتیجه ورکوي او طالبان به په نهایت کې سولې ته اړ کېږي.

نوموړی وايي، د واشنګټن د نوې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې امریکايي قوماندانانو ته د طالبانو پر ضد جګړه کې د زیاتو صلاحتیونو ورکولو او د سرتېرو د زیاتولو پرېکړې مثبته نتیجه ورکړې ده.

لوېدیځو خبري اژانسونو ویلي دي چې مایک پنس په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن سره تر کتنې وروسته ویلي دي چې د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې اوس رښتینی پرمختګ او بری لیدل کېږي.

نوموړي ویلي ولسمشر غني ورته ویلي چې د طالبانو په تګلاره کې بدلون ویني او دا ډله به د ماتې له ویرې په نهایت کې سولې ته مخه کوي.

ولسمشر غني له مایک پنس سره.
ولسمشر غني له مایک پنس سره.

په همدې حال کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له ډیفینس نیوز خپرونې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د داسې شرایطو د برابرولو پر بنسټ ده چې له مخې طالبان د زور له لارې د سولې خبرو ته اړ شي.

عبدالله عبد الله ویلي دي له افغانستان نه بهر د افغان دولت د وسله والو مخالفینو خوندي پناه ځایونه د افغانستان د نوې جنګې ستراتیژۍ مخته اساسي چلینج دی.

نوموړي ویلي دي د افغانستان په جګړه کې د امریکايي قوماندانو واک او صلاحیتونه پراخ شوي دي چې دا یو مثبت تحول دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، اوس تر بل هر وخت زیات د سولې لپاره زمینه او امکانات برابر دي.

د سولې د عالي شورا د اجرائیه هیئت غړي او په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د واکمنۍ د وخت استازي عبدالحکیم مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

عبدالحکیم مجاهد
عبدالحکیم مجاهد

"اوس د افغانستان د سولې لپاره تر بل هر وخت نه ښه زمینه برابره شوې ده، دلته دوه خبرې دي افغان دولت، وسله وال مخالفین او نړیواله ټولنه به هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې ځان تر بل برتر وښيي، خو دا هڅې د دې لپاره کېږي چې په سیاسي ډګر کې پرمختګ وشي."

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس د تېرې جمعې په شپه په باګرام کې امریکايي سرتېرو ته په وینا کې په سخته لهجه پر پاکستان انتقادونه وکړل او خبرداری يې ورکړ چې نور هغه وخت پای ته رسېدلی دی چې پاکستان به تروریستانو ته خوندي پناه ځایونه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د امریکا د مرستیال ولسمشر د خبرداریو په اړه عکس العمل څرګند کړ او ویې ویل چې د مایک پنس څرګندونې له هغو خبرو سره په تضاد کې دي چې تر دې مخکې له پاکستاني چارواکو سره شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په افغانستان کې باید د سولې او روغې جوړې د میکانیزم پر جوړولو تمرکز وشي او متحدان یو بل ته داسې خبرداری نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG