د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

سپیدار: د پاکستان په اړه د پنس څرګندونې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي


افغان حکومت له تروریستي ډلو نه د پاکستان د ملاتړ په غبرګون پر هغه هېواد د فشارونو په دوام د امریکا د ولسمشر د مرستیال له وروستیو څرګندونو هرکلي کوي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د تروریستي ځالو لمنځه وړل حتمي ګڼي وايي، اوس نړیوال په دې واقعیت پوه شوي دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۲» ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان په اړه د مایک پنس وروستۍ څرګندونې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کولای شي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"وروستۍ څرګندونې مثبت لوري ته یوه ښه ګام دی، دا په دې معنا ده چې ستونزه ښه تشخیص شوې او اقدمات هم کېږي او دا مسئله د سولې ټینګښت او یا حد اقل د سولې د خبرو لپاره لازمه زمینه برابرولای شي."

اجرائیه ریاست وايي، اوس د نړیوالو له خوا دا ستونزه ښه تشخیص شوې او دا مسئله په سیمه کې د سولې او ثباټ ټینګښت ته لاره هواره ولی شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال افغانستان ته د وروستي سفر پرمهال ویلي چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تروریستي ډلو ته پناه ورکړې، خو په خبره یې دغه ورځې نور پای ته رسېدلي دي.

مایک پنس دغه شان ویلي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره رامنځته شوې چې دې هدف ته د رسېدو لپاره پر پاکستان فشار راوړل هم په کې شامل دي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د ښاغلي پنس په خبره، پاکستان له کلونو راهیسې طالب مشرانو ته د دې اجازه ورکړې چې له خپلې خاورې تروریستي بریدونه ترسره کړي.

پاکستان بیا د مایک پنس د وروستیو څرګندونو په تړاو توند غبرګون ښودلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دوه متحدین هېڅکله یو بل ته خبرداری نه ورکوي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون بیا وايي، د پاکستان په اړه د امریکايي چارواکو خبرې هغه مهال ګټورې تمامیدای شي چې عملي اقدامات هم له ځان سره ولري.

ارین یون
ارین یون

د دغه کمېسیون غړې ارین یون وايي:

"له تروریستانو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په اړه د امریکايي چارواکو ښکاره څرګندونې هغه وخت نتیجه ورکولای شي او یاهم پر پاکستان فشار راوړلای شي چې دوی په خپلو خبرو عمل هم وکړي."

د اغلې یون په خبره لاهم په سیمه کې ځینې هېوادونه شته چې له امریکا سره د تقابل په هدف له پاکستان سره همکاري کوي، نو په خبره یې د سولې د ټینګښت لپاره د دغه هېوادونو رښتینې همکاري هم مهمه ده.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG