د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

ګارډین: ولې افغان پناه غوښتونکي د نړۍ خطر ناک هېواد ته لېږل کېږي؟


والسټریټ ژورنال ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا متحده ایالتونو د مرستیال ولسمشر مایک پنس د ناڅاپي سفر په اړه لیکلي دي.

په مقاله کې راغلي مایک پنس د امریکا تر ټولو لوړپوړی مشر دی چې تر اوسه افغانستان ته تللی دی.

مرستیال ولسمشر افغانستان ته په سفر کې له جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

والسټریټ ژورنال لیکي مایک پنس په داسې حال کې افغانستان ته سفر وکړ چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان شبکې سخت دریځي وسله وال د امنیت په وړاندې لوی ګواښ بلل کېږي.

ګارډین:

ګارډین بریټانوي ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په اروپا کې د افغان کډوالو په ستونزې باندې مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي چې بریټانیا او اروپايي ټولنه تر سخت فشار لاندې ده څو واضحه کړي چې ولې سلګونه ناچاره افغانان د ورځپاڼې په خبره د نړۍ یوه خطرناکه هېواد ته لیږي.

د افغان حکومت او اروپايي ټولنې د ۲۰۱۶ کال د تړون په اساس هغه افغان پناه غوښتونکي چې په اروپا کې یې د پناه غوښتنې نه منل کېږي بېرته خپل هېواد ته لېږل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان وايي د ۲۰۱۷ کال په لومړنیو نهو میاشتو کې څه باندې دوه زره عام افغانان وژل شوي او څه باندې پنځه زره نور ټپیان دي.

خو اروپايي ټولنې له دغو ټولو خطرونو سره سره له ۲۰۱۶ کال راهیسې د کډوالو د نړیوال سازمان د رپوټ په اساس شااوخوا لس زره تنه په داوطلبانه یا په زور افغانستان ته استولي دي.

د ګارډین په یوه بله مقاله کې هم په سویډن کې د افغان پناه غوښتونکو په ستونزو بحث کړی دی.

مقالې د ځینو پناه غوښتونکو په حواله ویلي چې سویډن هغوی د مرګ خولې ته اچوي.

ډېری افغان پناه غوښتونکي په سویډن کې افغانستان ته د بیا لېږلو له خطر سره مخ دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG