د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

کورنیو چارو وزارت: د بلخ دوو امنیتي چارواکو ته ډيسپلېني جزاګانې ورکړل شوې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بلخ د نظم عامې قوماندان او د بلخ د پولیسو د امنیت امر ته د ډيسپلېني جزاګانو د ورکړې خبره کوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۲» ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د قانون په چوکاټ کې دغه موضوع په جدي ډول تعقیبوي.

دی وايي، جنرال حسیب الله قریشي او عبدالرزاق قادري د یوه سیاسي جریان او شخص ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې د قانون له مخې هېڅ افسر یا پولیس نه شي کولای د سیاسي جریانونو ملاتړ وکړي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"له دغو دوو کسانو سره چې د یوه شخص څخه یې د پلوۍ موقف خپل کړی و، قانوني چلند کېږي او همدا اوس دوی ته ډیسپلېني جزا ورکړل شوې او د وزارت رهبري په دې اړه لا اقدامات کوي."

تېره اوونۍ چې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ لپاره نوی والي اعلان او پخواني والي عطامحمد نور بیا د دغې پرېکړې مخالفت وکړ، د بلخ د نظم عامې پولیسو قوماندان حسیب الله قریشي او د هغه ولایت د پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري ښاغلي نور ته د ده تر څنګ د درېدو ډاډ ورکړ.

د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري
د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري

عبدالرزاق قادري د بلخ د پخواني والي په ملاتړ یوې غونډې ته په داسې حال کې چې ښاغلی نور خپله هم پکې وو وویل، د بلخ د پولیسو په استازیتوب هر ډول قربانۍ ته چمتو دی، تر دې چې د جنرالۍ رتبه او خپل موقف به هم له پخواني والي نه جار کړي.

د کورنیو چارو په وزارت کې يوې بلې باوري سرچینې ازادي راډویو ته وویل، دغو کسانو ته اخطاريې ورکړل شوي او ورته ویل شوي چې د ورته عمل د تکرار په صورت کې به پر کور کېنول شي.

له دې سره د پوځي او امنیتي چارو کارپوه عبدالرحیم کړوخېل وايي، د کورنیو چارو وزارت یادو منسوبینو د یو سیاسي جریان او یو لوري ملاتړ کړی چې باید پر کور کېنول شي.

ښاغلي کړوخېل د عسکري سرغړونو د جزاګانو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په عکسري اصولو کې دا دي چې اول شفاهي اخطار دی، بیا مکتوبي اخطار ورکول کېږي، بیا درج د کارټ دی چې په دې کې سرغړونکی هم له ترفیع پاتې کېږي او هم په تقاعد کې ډېر منفي رول لري، له دې وروسته تبدیلي او منفکي ده، خو که جرم سیاسي وي لکه د دغو منسوبینو باید په کور کېنول شي."

دی وايي، د پولیسو دنده د قانون حاکمیت، د ملي ګټو ساتنه او عامه امنیت ته کار کول دي نه له یو جریان یا شخص نه ملاتړ کول.

خو د ښاغلي کړوخېل په باور د یادو منسوبنیو څرګندونې د نظام پر ځای شخص ته وفاداري ښيي چې دا د پولیسو له قانون نه ښکاره سرغړونه ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG