د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د بلخ ولایتي شورا د عطا محمد نور د استعفا منظوري غیر قانوني ګڼي


د بلخ ولایتي شورا وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له‎خوا د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استعفا منظوري د نه‌منلو او غیر قانوني عمل دی.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې عطا محمد نور دا استعفا یو کال دمخه د ولسمشرۍ ماڼۍ سره د سیاسي مذاکراتو په جریان کې په دې شرط وړاندې کړې وه چې د دواړو لورو ترمنځ شوې هوکړې عملي بڼه خپله کړي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر وویل که ارګ د عطا محمد نور تبدیلي غواړي، نو باید یې په ابرومندانه توګه دا کار ترسره کړای وی.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید
د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید

ښاغلي حدید زیاته کړه:

"که تبدیلېږي، یوه ابرومندانه تبدیلي دې وي او له هغه غوښتنو سره چې د بلخ والي درلودې او یا هم له انعطاف پذیري څخه دې کار واخیستل شي. دا چې مشکل حل شي باید یې مدیریت وشي."

د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا د لیندۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا منظور شوه او د ارګ د مطبوعاتي مرستیال ویاند نجیب‌الله ازاد په خبره چې دا استعفا خپله ښاغلي عطا محمد نور څه موده مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړې وه.

د بلخ پر ولایتي شورا سربېره خپله عطا محمد نور او د جمعیت ګوند هم د ولسمشر له لوري د بلخ د والي د استعفا منظوري یو غیر قانوني او د افغانستان د امنیت او ثبات ضد عمل په ګوته کړی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه د جمعیت ګوند د یادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

په عین وخت کې بیا د مزار شریف ښاریان د عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ په اړه بېلابېل نظریات لري.

د بلخ څو تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:

"عبدالفتاح یم، د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکی، ولسمشرۍ ماڼۍ باید دا عمل نه‌وی ترسره کړی، ځکه چې د عطا محمد نور حضور په بلخ کې ګټور کار دی او د هغه په شتون دلته امنیت تأمین و."

"زما نوم نجیب‌الله دی، د بلخ د محاسبې او حساب‌دارۍ انسټټیوټ محصل یم، زه نه د ولسمشر غني پلوي کوم او نه هم د عطا محمد نور، دوی دې سره خپلو کې جوړ شي او داسې تصمیم دې غوره کړي چې د ملي ګټو او خلکو په خیر وي."

"زه قاسم یم، د مزار شریف یو هټۍ‌وال، د بلخ د والي لیرې کېدل سم کار نه‌دی او نوی کس چې راځي څوک څه پوهېږي چې د هغه په راتګ سره به امنیت ښه شي او که بد. د راتلونکي وړاندوینه ستونزمن کار دی، خو د عطا محمد نور حضور دلته د ټولو په ګټه و."

د بلخ ولایتي شورا په داسې حال کې د عطا محمد نور د استعفا په باب د ولسمشرۍ ماڼۍ د تصمیم پر وړاندې غبرګون ښيي چې تر دې دمخه خپله عطا محمد نور ویلي و چې په راتلونکو وختونو کې به د بلخ ولایت له مقام استعفا ورکړي او بل کس ته به د ښې حکومتوالۍ د تمثیل زمینه مساعده کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG