د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

واشنګټن پوسټ: د غني او نور ترمنځ درز ښايي حکومت نور هم مات کړي


ځينو نړیوالو رسنیو د افغان ولسمشر او بلخ د والي ترمنځ جنجالونو ته کتلي دي.

  • واشنګټن پوسټ

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په دې اړه لیکلي دي، د دواړو لورو ترمنځ درز ښايي حکومت نور هم مات کړي.

واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې ليکلي، ۵۳ کلن عطا محمد نور له بډایه کسانو او په سیمه کې له قدرتمندو مهرو څخه اخري دی چې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د بلخ والي دی.

ورځپاڼې همداراز لیکلي چې د بلخ د والي او ولسمشر غني ترمنځ درز ښايي د افغانستان سیاسي وضعیت نور هم ولړزوي.

واشنګټن پوسټ د بهرنیو چارو وزير او جمعیت اسلامي ګوند د مشر صلاح‌الدین رباني له قوله لیکلي چې د ولسمشر له‌خوا د عطا محمد نور له دندې لیرې کولو پرېکړه غير مسؤلانه، د افغانستان د ثبات او امنیت پر خلاف او د ملي وحدت د حکومت د موافقې د اصولو سره په ټکر کې ده.

ارګ د دوشنبې په ورځ وويل چې عطا محمد نور د بلخ د والي په توګه له خپلې دندې استعفا کړې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په دې اړه ليکي:

د جمعیت اسلامي ګوند يو شمېر غړو ويلي دي، که نور له خپلې دندې لیرې شي، دوی به هم د ولسمشر غني له حکومت سره اړيکې قطع کړي.

د ورځپاڼې په وينا، د عطا محمد نور د بې‌رحمۍ په اړه هم خبرې کېږي ځکه په بلخ کې يې د اداري فساد د افشا کولو پر سر ځينو کسانو ته خبرداری ورکړی، نيولي او یا يې هم وهلي ټکولي وو.

  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم په دې اړه لیکلي چې د عطا محمد نور له دندې د لیرې کولو پرېکړې پر ولسمشر محمد اشرف غني او د ده پر ائتلافي حکومت د سياسي فشارونو د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ورځپاڼې په مقاله کې ليکلي:

د جمعیت اسلامي ګوند يو شمېر غړو خبرداری ورکړی چې له حکومته وځي، خو د نيويارک ټايمز په خبره، که داسې ونه‌شي او ځيني له حکومته لاس وانه‌خلي، وضعیت نور هم ترینګلی کېدای شي.

ورځپاڼې همداراز لیکلي چې مخکې څو ځلې ولسمشر اشرف غني له عطا محمد نور څخه خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.

نیويارک ټايمز په مقاله کې لیکلي، د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتي کمپاین کې ښاغلي غني يادونه کړې او عطا محمد نور يې د فساد يوه بېلګه بللی وو او ويلي يې وو چې مرکزي حکومت د ده په اړه باید يوه پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG