د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ملي ارمان: د حکومت هېڅ یو مقام نشي کولای چې نور له دندې ګوښه کړي


د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې په تړاو د همکاریو لپاره پر وروستیو پرمختګونو او د بلخ د والي د استعفا په اړه په روانو بحثونو مطالب خپاره کړي او په دې اړه یې د بېلابېلو اړخونو نظرونه راخیستي دي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي سفر ته اشارې لیکلي دي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د هر اقدام هرکلی کوي، خو باید پام یې وساتلی شي چې دا لیده کاته کوم بل هدف تعقیب نه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ګډ کار د سیمې د امنیت، اقتصادي او سوداګرېزه وده کې مهم رول لوبولی شي.

خو ورځپاڼې لیکلي دي چې اسلام اباد باید دا ځلي د افغانستان په وړاندې صادقانه چلند وکړي او له دوه مخی سیاست نه کار وانه خلي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په واشنګټن کې د اسلام اباد د پخواني سفیر په حواله لیکلي دي چې د پاکستان پوځ له یوې خوا په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي او له بل لوري غواړي چې د جګړې د ختمولو رول هم ولوبوي.

ورځپاڼه لیکي:

حسین حقاني په یو بیان کې ویلي دي، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د افغان حکومت د مخالفینو ملاتړ کوي، خو امریکا ته وایي چې د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې به همکاري وکړي.

ورځپاڼې د حسین حقاني خبرو دا برخه هم راخېستې چې ویلي یې دي، د پاکستان حکومت له جهادي ډلو سره اړیکې لري او پکار ده چې له دې اړیکو د سولې لپاره کار واخلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا ترکیې ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لیدنې ته په اشارې لیکلي دي چې د ترکیې ولسمشر ډاډ ورکړی چې په ټول ځواک به اسلام اباد په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې همکارۍ ته اړ کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا هم ویلي دي چې اسلام اباد به و هڅوي چې د داعش او طالبانو په ګډون له افراطي ډلو ملاتړ پای ته ورسوي.

د ورځپاڼې په وینا د ترکیې ولسمشر غواړي اسلام اباد ته دا سپارښته هم وکړي چې طالبان او نورې وسله والې ډلې اړ کړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني، څو نه یوازې په افغانستان کې بلکه په ټوله سیمه کې امنیت ټینګ شي.

د بلخ د والي عطا محمد نور د استعفا په اړه روان بحثونه بله مهمه مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو یې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د بلخ د والي د استعفا په اړه روانو بحثونو ته په اشارې د جمعیت اسلامي ګوند غبرګون راخیستی او لیکلي یې دي چې د حکومت هېڅ یو مقام نشي کولای ښاغلی نور له خپلې دندې ګوښه کړي.

ورځپاڼه لیکي:

د جمعیت اسلامي ګونډ دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې په اوس ورځو کې د بلخ د والي عطا محمد نور او مرکزي حکومت ترمنځ اختلافات تر بل هر وخت زیات شوي دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې همدا اوس د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني او د دې ګوند د رهبري شورا ځینې نور غړي په مزار شریف کې په دې اړه بحث کوي چې نور له دندې ګوښه شي او که نه؟

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د جمعیت ګوند دا خبرداری هم راخیستی دی چې ویلي دي، که حکومت وغواړي چې زورګویي وکړي، نو جمعیت مقابلې ته چمتو دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د جمعیت ګوند ځینو غړو ویلي دي چې حکومت باید اوس دا پریکړه وکړي چې د تقابل لاره خپلوي او که تفاهم کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د جمعیت ګوند مشرانو دا واضح کړې ده چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډون هېڅ څوک دا حق نه لري چې د بلخ والي له دندې ګوښه کړي، حال دا چې نور لا تر اوسه دا پریکړه نده کړې چې استعفا ورکړي او که نه؟

XS
SM
MD
LG