د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

سپینه ماڼۍ: د مایک پنس په اړه محمود عباس بیا د خبرو له موقع ځان لیرې کړ


سپینې ماڼۍ د فلسطین د خودمختاره ادارې پر مشرتابه چې د امریکا د ولسمشر له مرستیال مایک پنس سره خبرې يې رد کړې، انتقاد کړی دی.

د مایک پنس یوه ویاند پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» وویل چې د فلسطیني ادارې مشر یو وار بیا د سیمې پر راتلونکې د خبرو له موقع ځان لیرې کړ چې د خواشینۍ وړ ده.

مایک پنس په همدې میاشت "ډسمبر" کې منځني ختيځ ته ځي.

په همدې حال کې د عرب‎لیګ یا د عربو د اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» په قاهره کې بېړنۍ غونډه وکړه او د امریکا د جمهور رئیس پرېکړه‌یې وغندله.

هغوی وویل چې تر دې وروسته د اسرائیل او فلسطین د سولې د هڅو په اړه امریکا یوه بې‌پرې منځګړې نه‌شي ګڼل کېدلای.

د عربو د اتحادیې مشر احمد ابوالغیط
د عربو د اتحادیې مشر احمد ابوالغیط

د عربو د اتحادیې مشر احمد ابوالغیط پرون وویل:

"د ډونالد ټرمپ پرېکړه د اسرائیل له لوري د فلسطین اشغال توجیه کوي او هغه برخلیک چې په زور پر فلسطین تحمیل شوی په رسميت پېژني. دا نړیوالو قوانینو او د عدالت اصل ته د بې‌تفاوتۍ پر اساس پرېکړه ده او پرېکړه کوونکی د نړیوالو د ګډې ارادې په مخالفت کې دروي."

په همدې غونډه کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن‌الصفدي وویل:

"موږ سوله ستراتېژیک انتخاب ګڼو او په ټوله سیمه کې د دایمي سولې غوښتونکي یوو. خو د ازاد او خپلواک فلسطین چې پر خپلو پولو واکمني ولري، په نشتوالي کې سوله ممکنه نه‎ده. سوله به تر هغو ټینګه نه‎شي چې بیت‎المقدس ازاد او د فلسطین پلازمېنه وبلل شي."

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن‌الصفدي
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن‌الصفدي

د امریکا ولسمشر د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بیت‎المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني.

هغه زیاته کړه چې په تل‎ابیب کې د امریکا سفارت به هم بیت‎المقدس ته ولېږدوي.

د دې اعلان په خلاف تقریباً، په ټوله اسلامي نړۍ کې اعتراضي مظاهرې وشوې.

د لبنان پلازمېنه بېروت کې پرون سلګونه کسان د امریکا د سفارت شااوخوا راغونډ شوي وو.

د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو خبر هم ورکړل شوی دی.

د لبنان امنیتي ځواکونو د مظاهره‎چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهونکي ګاز استعمال کړل، د اوبو ستر ټانکرونه‌یې د مظاهرې ځای ته وروستل او پر هغوی یې اوبه وپاشلې، څو خواره واره شي.

خو مظاهره‎چیانو د بیروت په ډیپلوماتیکه سیمه کې اور غورځونکې ګولۍ وویشتې او پر لارو یې اورونه بل کړل.

په لبنان کې زرګونه فلسطیني کډوال ژوند کوي.

د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې هم پرون سلګونه کسان د امریکا د ولسمشر د پرېکړې په مخالفت کې لارو او سړکونو ته راوتلي وو.

په همدې حال کې، د سویډن پولیسو پرون درې تنه چې د ګاتنبرګ ښار د یهودانو پر یوه کنیسه (د یهودانو عبادت‌ځای) یې د حملې پلان درلود، ونیول.

د اسرائیل امنیتي ځواکونو ویلي چې پرون یوه فلسطیني سړي په بیت‎المقدس کې یو امنیتي ساتونکی په چړو وهلی او نیول شوی دی.

فلسطینیان بیت‎المقدس په راتلونکي کې د خپل دولت پلازمېنه ګڼي او وايي چې بیت‎المقدس په بشپړ ډول د فلسطین د خاورې برخه ښار دی، خو اسرائیل چې د بیت‎المقدس ختيځې سیمې یې نیولي، ټول ښار د خپل موجود دولت پلازمېنه ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG