نړۍ
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس له مایک پنس سره نه ګوري

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د بیت المقدس په اړه د امریکا د جمهور رئیس د وروستۍ پریکړې په اړه په غبرګون کې ویلي چې د امریکا د ولسمشر له مرستیال مایک پنس سره به ونه ګوري.
د محمود عباس سلاکار مجدي الخالدي پرون شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۸» وویل چې متحد ایالاتو د بیت المقدس په اړه داسې پرېکړه کړې چې پر ټولو "سرو کرښو" تېرېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرائیل پلازمېنه ګڼي او رسمیت ورکوي.
په همدې حال کې، د مصر د ارتودوکسي قبطي کلیسا مشر پاپ دوهم تواضروس په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د ډونالډ ټرمپ پر پرېکړې د اعتراض له امله به له مایک پنس سره کتنې ته حاضر نه شي.
مایک پنس به راتلونکې اوونۍ منځني ختیځ ته سفر پېل کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ وايي، د اسراییل او ایران ترمنځ یوه دایمي موافقه غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې په درشل کې ویلي دي چې له هغه سره به د ایران او اسراییلو ترمنځ د یوې دایمي موافقې په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي ټرمپ تېر ماښام له نیوجرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو پرمهال دا څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې پر ایران د متحدوایالتونو حملو د دې هېواد حساس اټومي تاسیسات له منځه وړي دي.
متحدوایالتونو د ایران او اسراییلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال په فردو، نطنز او اصفهان کې د ایران پر اټومي تاسیساتو هوايي حملې وکړې.
له د حملو وروسته امریکايي چارواکو وویل چې د دې حملو په نتیجه کې د ایران اټومي پروګرام خورا ډېر شاته پاتې شوی دی.
په پام کې ده چې ټرمپ او نتنیاهو نن په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري. دا به په تېرو ۶ میاشتو کې د دواړو مشرانو دریمه لیدنه وي.
د ترکیې په جنوب کې له ژوبڼ څخه تښتېدلي زمري پر یوه بزګر برید وکړ

د ترکیې په جنوب کې یو بزګر نن وروسته له هغه ټپي شو چې له ژوبڼ څخه یوه تښتېدلي زمري برید پرې وکړ.
د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو له مخې د مناوګټ Manavgat د تفریحي سیمې له ژوبڼ څخه دا تښتېدلی زمری وروسته په ډزو ووژل شو.
دا نارینه زمری چې زیوس نومېده، سهار مهال له خپل قفس څخه وتښېد او څو ساعته وروسته یې پر یوه ۵۳ کلن بزګر چې په کرونده کې ویده و، برید وکړ. ترکي بزګر ویلي دي چې ده ترپایه جګړه وکړه خو وروسته زمری د پولیسو په ډزو وډار شو او وتښتېد. پولیسو وروسته زیوس د پلټونکو ډرونونو په وسیله په څېرمه ځنګله کې وموند.
تراوسه معلومه نه ده چې دا زمری څنګه له خپل قفس څخه وتښتېده خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
د تبت د فرهنګ سیمبول دالای لاما نوي کلن شو

د تبت د بوداییانو مذهبي مشر دالای لاما نن (د جولای په ۶مه) نوي کلن شو.
د هند په دارمسالا کې، هلته چې دالای لاما پر ۱۹۵۹ کال د چین تر ولکې لاندې تبت څخه له تېښتې وروسته دېره شوی دی، زرګونه کسانو د نوموړي د زوکړې ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
په دې مراسمو کې د تبت بیرغ اوچت شو او د تبت ملي سرود وغږول شو.
دالای لاما په خپلو خبرو کې وویل چې “ده خپل ژوند د نورو لپاره وقف کړی دی او بې ګټې ژوند یې نه دی کړی. “
نوموړی ځان ساده بودايي راهب بولي او اعلان یې کړی چې غواړي د خپل مذهبي باور له مخې له مړینې وروسته بیا راژوندی شي. هغه ټینګار کوي چې د ده ځای ناستی باید د بودایي دود په اساس وټاکل شي.
د نړۍ رهبرانو له هغې ډلې د هند صدراعظم نریندرا مودي دالای لاما ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې ده.
په نیپال او نوره نړۍ کې هم په دې مناسبت جشنونه جوړ شوي وو.
دالای لاما چې له څه باندې اوو لسیزو راهیسې په تبعید کې دی، د تبت فرهنګ او هویت ژوندی ساتلی دی او د چین د واکمنۍ پر وړاندې د سوله ایز مقاومت سیمبول بلل کېږي.
سویس په تهران کې خپل سفارت له دوه اونیو ځنډ وروسته بیا پرانیست

د سویس د بهرنیوچارو وزارت اعلان کړی چې په تهران کې د دې هېواد سفارت له دوه اونیو ځنډ وروسته بیا پرانیستل شوی دی.
د سویس سفارت د غبرګولي په ۳۱مه د اسراییل او ایران ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته وتړل شو.
د سویس سفارت په عین حال کې په ایران کې د امریکا د ګټو استازولي هم کوي.
د سویس د بهرنیوچارو وزارت د یوه بیان له مخې سفارت به خپل فعالیتونه په تدریجي ډول بیا پیل کړي.
د ټکزاس په سېلابونو کې د مړو شمېر له ۵۰ واوښت

د امریکا په تکزاس ایالت کې د ویجاړونکو سیلابونو شمېر له ۵۰ اوښتی دی.
په کِر نومې ولسوالۍ کې د پنځلسو ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او په څېرمه سیمو کې د اتو نورو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ژغورنې ډلو پرون د هغو ۲۷ نجونو لټه کوله چې د یوه سیند پر غاړه مېلې ته تللې وې. دا نجونې ترۍ تمې دي او تراوسه یې د مړي- ژوندي حال نه دی مالوم.
په تکزاس کې سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شول او هلته د یوه لوی سیند د اوبو کچه ۸ متره لوړه شوې ده. د تکزاس والي ګریګ ابوټ په یوه خبري غونډه کې دا حالت په ایالتي کچه یو ناورین بللی او له وضعیت سره د مبارزې لپاره یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د فدرالي سرچینو غوښتنه کړې.
اسراییل وايي، د حوثي ډلې یو توغندی یې شنډ کړی دی

د اسراییلو پوځ وايي چې نن سهار یې د یمن له لوري د دې هېواد پر لور ویشتل شوی یو توغندنی کشف او شنډ کړی دی.
د ایران پلوې حوثي ډلې یوه ویاند څو ساعته وروسته په یوه بیان کې وویل چې دې ډلې دا توغندی د اسراییلو د جفا سیمې پر لور توغولی دی.
اسراییلو یمنۍ حوثي ډلې ته ګواښ کړی چې که پر اسراییل حملو ته دوام ورکړي نو هوايي او سمندري لارې به پرې بندې کړي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر خاوره د حماس ډلې له پراخ برید وروسته حوثي ډله وايي، له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ له مخې اسراییل په توغندیو ولي خو ډېری حملې یې یا د اسراییلو له خوا شنډېږي او یا هدف ته نه رسېږي. اسراییلو هم د حوثي ډلې پر مرکزونو پرله پسې حملې کړې دي.
د اسراییل او ایران د جګړې له پیل راهیسې د ایران مشر د لومړي ځل لپاره عام محضر کې ولیدل شو

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د ایران او اسراییل له جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره پرون ماښام ( د چنګاښ ۱۴مه) په عام محضر کې ولیدل شو.
د رسنیو له خوا د خپرو شویو ویډیوګانو پر اساس خامنه یی د عاشورا شپې د عزادارۍ په مراسمو کې لیدل شوی دی.
خامنه یي د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیله تراوسه د عامو خلکو له سترګو پټ و او دې موده کې یې یوازې ۳ ویډیویي پيغامونه خپاره کړي دي.
د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دوی ته د خامنه یي د پټې ځای معلوم دی، خو په خبره یې دوی یې د وژلو نیت نه لري.
ایلان ماسک د ( امریکا ګوند) په نوم سیاسي حزب اعلان کړ

د امریکا د ولسمشر یوه پخواني ملګري او د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړولو خبر ورکړی دی.
ماسک د " امریکا ګوند" په نوم د خپل سیاسي حزب د جوړولو هدف د متحده ایالاتو د ده په ټکو " یو ګوندي سیستم" ننګول یاد کړي دي.
ماسک دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د جمعې په ورځ یې په یوه انلاین څیړنه کې له خلکو وغوښتل چې ایا غواړي امریکا کې د دوو ګوندونو یا د ځینو په باور د یوه ګوند انحصار پای ته ورسوي.
دغه ګوندونه له شاوخوا دوه پیړیو راهیسې پر امریکا حاکمیت کوي.
تراوسه معلومه نه ده چې د ماسک دغه سیاسي حزب به د ۲۰۲۶ کال په منځمهاله ټاکنو کوم اغیز وکړي او که نه.
د تسلا خاوند ایلان ماسک د ټاکنیزو منډو ترړو او بیا وروسته څو میاشتو پورې د ډونالډ ټرمپ نژدې ملګری او مالي ملاتړی پاته شو، خو د مې میاشتې په وروستیو کې یې د مالیاتي لایحو پر سر اختلاف پیل شو او له ټرمپ نه یې خپله لاره بیله کړه.
تکزاس کې ویجاړونکو سیلابونو ۴۳ تنه مړه کړي

د امریکا په تکزاس کې د ویجاړونکو سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۴۳ تنه مړه شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس نن یکشنبه لیکلي چې په مړو شویو کې ۱۵ ماشومان شامل دي.
د ژغورنې ډلو پرون شنبه د ۲۷ هغو نجونو لټه کوله چې د یوه سیند پر غاړه یې کمپ وهلی و.
دغه نجونې تري تم شوي او تراوسه یې د مړي-ژوندي حال نه دی معلوم.
تکزاس کې سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شوي او دغلته د یوه لوی سیند د اوبو کچه ۸ متره لوړه شوې ده.
د تکزاس والي ګریګ ابوټ ( Greg Abbott ) په یوه خبري کانفرانس کې دا وضعیت په ایالتي کچه یو ناورین یاد کړی او له وضعیت سره د مبارزې لپاره یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه د فدرالي سرچینو غوښتنه کړې.
د اوکراین او روسیې د بریدونو تبادله، اوکراین وایي د روسېې د جنګي الوتکو یوه اډه یې ویشتلې

د اوکراین پوځ وایي، نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې د روسیې د جنګي الوتکو پر یوه اډه برید کړی دی.
د پوځ لوی درستیز ویلي چې د ورونیژ سیمې په دغې هوایي اډه کې ( Su-34, Su35S, Su30SM ) ډوله جنګي جیټ الوتکې ولاړې وې.
د پوځ مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دغې اډې هغه ډيپو یې ویشتلې چې ګلایډ بمونه، د روزنې یوه الوتکه او ممکن ځینې نورې الوتکې هم په کې وي.
تراوسه د دغه برید د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او روسیي چارواکو هم پرې تبصره نه ده کړې.
بل لور ته روسیې تیره شپه پر اوکراین ۳۲۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي چې د سر او مال د زیان په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د بریدونو دغه تبادله داسې مهال کیږي چې د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي ویلي، له امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یې " مهمې او موثرې خبرې کړي دي".