د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

سلګونه اسرائیلي پوځیان په زاړه بیت المقدس کې ځای پرځای شوي


سلګونه اسرائیلي پوځیان او سرحدي پولیس نن په زاړه بیت المقدس کې ځای پرځای شوي دي.

د بیت المقدس په زاړه ښار کې چې الاقصی جومات پکې دی، نن وضعیت ارام و. خو سلګونه اسرائیلي پوځیان او سرحدي پولیس په زاړه بیت المقدس کې ځای پرځای شوي دي.

فلسطینۍ حماس ډلې چې د غزې تړانګه یې په ولکه کې ده، نن د جمعې د لمانځه پرمهال د پراخ اعتراض غوښتنه کړې او په پام کې ده چې ګڼ خلک به په دې اعتراضونو کې ګډون وکړي.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د چهارشنبې په ورځ ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې متحده ایالات بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پيژني.

بیت المقدس
بیت المقدس

د ټرمپ د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراضونه په فلسطیني قلمرو او نورو ځایونو کې په زیاتېدو دي.

د راپورونو له مخې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې چې د حماس ډلې تر ولکې لاندې ده پرون له دېرشو زیات کسان د اسرائیلي پوځیانو په ډزو او ربړي ګولیو ټپیان شول.

د راپورونو له مخې اعتراض کوونکو اسرائیلي سرتېري په ډبرو ویشتل او مرګ پر امریکا شعارونه یې ورکول.

اعتراض کوونکي.
اعتراض کوونکي.

د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې په تړانګه کې د تروریستانو دوه ځالې د ټانک او یوې الوتکې په وسیله وروسته له هغه په نښه شوې چې پر اسرائیلو له هغه ځایه توغندي وویشتل شول.

د اسرائیلو پوځ وايي، یو توغندی د اسرائیلو په جنوب کې راپریوت او بل یو هدف ته ونه رسېد.

د دې برید مسوؤلیت د غزې په تړانګه کې یوې فعالې ډلې منلی دی.

د ټرمپ له اعلان وروسته په پاکستان، اردن، تونس او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم اعتراضونه وشول.

الاقصی جومات چې مسلمانان یې خپله لومړۍ قبله ګڼي د نړۍ د مسلمانانو لپاره دریم مهم جومات دی او د لمانځه لپاره زرګونه کسان پکې راټولېږي.

بیت المقدس ته د اسرائیلو د پلازمېنې د حیثیت ورکول په منځني ختیځ کې د امریکا د اوږدو کلونو په دریځ کې بدلون راوست.

XS
SM
MD
LG