د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

عبدالله عبدالله: د برخلیک ټاکلو یوازنۍ لار ټاکنې دي، نه موقت حکومت یا لویه جرګه!


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د برخلک ټاکلو یوازنۍ لار انتخابات دي، نه موقتي حکومت او یا دودیزه لویه جرګه.

په داسې حال کې چې د پخواني حکومت ډېری چارواکي د ملي وحدت د حکومت پر کړنو او څرنګوالي بېلابېل انتقادونه کوي، د حکومت اجرائیه رئیس هغو کسانو ته د پراخې حوصلې هیله لري، کوم چې له قدرته بهر پاتې دي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته خبرې کولې، ویې‌ویل چې د برخلیک ټاکلو لپاره د لویې جرګې او موقت حکومت په څېر وړاندیزونه ستونزې نه‌شي هوارولی.

ښاغلي عبدالله وویل، تمه‌یې دا ده چې سیاسیون سالم سیاست غوره او له هرې لارې د ځان مطرح کولو هڅه ونه‌کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د برخلیک ټاکلو لپاره لار انتخابات دي، نورې بدیلې لارې چې وړاندې کېږي، لکه دودیزه لویه جرګه او یا موقتي حکومت، ستونزه نه‌شي هوارولی او له سیاست مدارانو هم زموږ تمه دا ده چې سالم سیاست غوره او له حکومته څو ورځې د لیرې پاتې کېدو صبر ولري."

ښاغلي عبدالله وویل، له فساد سره مبارزه د خلکو او حکومت جدي غوښتنه ده، خو د حکومت له کړنو او اقداماتو باید سیاسي استفاده ونه‌شي.

نوموړي ټينګار وکړ چې خلک او سیاسي څېرې د مبارزې حق لري، خو باید د دولت ملي ګټې په پام کې ونیول شي او له داسې غوښتنو ډډه وکړي چې د پوره کولو وړ نه‌وي.

که څه هم ښاغلي عبدالله په ځانګړي ډول د چا نوم وانه‌خیست، خو له دې مخکې مخکېني ولسمشر حامد کرزي د ستونزو د هواري په هدف د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کړې وه.

د دې تر څنګ د پخواني حکومت یو شمېر نورو چارواکو بیا اوسنی حکومت غیر مشروع او قانون ماتوونکی بللی او ویلي یې وو چې باید د ستونزو د هواري په هدف موقت حکومت رامنځته شي.

د ملي امنیت پخواني سالاکار رنګین دادفر سپنتا د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، اوسنی حکومت د قانوني فاجعې او سیاسي نه‌مشروعیت سره مخ دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې اداری پلاوی وايي، پر حکومت انتقاد کوونکو ته ښايي چې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډیو ته وویل، پخواني نظام هم ورته ستونزې لرلې، خو چا یې د بدیل ګواښ ونه‌کړ.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي وویل:

"دغه یو نیم دوستان چې ګېلې لري، د دې پر ځای چې د نظام ملاتړ وکړي، دوی یې تخریبوي، دا کسان چې اعتراضونه لري، باید په ګډه سره د نظام ملاتړ وکړي، په داسې حساسو شېبو کې دا ډول غوښتنې د وطن په خیر نه‌دي."

له دې سره د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې تر کومه په دې اړه د اختلاف او د ګټو ګډ ټکي تعریف او رامنځته نه‌شي، دا ستونزه نه‌حلېږي.

له ډلې یې حکمت‌الله حکمت ازادي راډيو ته وویل، انتقاد کوونکي باید د غیر قانوني غوښتنو پر ځای، د ستونزو د هواري لپاره مناسب وړاندیزونه مطرح کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG