د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د دودیزې لویې جرګې د رابللو په اړه د ځینو وکیلانو او پخوانیو چارواکو غوښتنه


د ولسي جرګې ځیني غړي، د پخواني حکومت یو شمېر وزیران او مدني فعالان وايي، اوسنی نظام د ستونزو په کابو کولو کې پاتې راغلی او د دغو ستونزو د هواري لپاره د لویې جرګې جوړېدو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۸» په کابل کې په یوه غونډه کې سره راټول شوي وو، ویل چې دودیزه لویه جرګه د نظام د تخریب په معنی نه‌ده، بلکې کولای شي چې حکومت ته نیمګړتیاوې ور په ګوته او د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.

د غونډې ګډونوالو ویل چې دودیزه لویه جرګه له اوسني کړکېچن حالت نه د وتلو یوازنۍ لار ده.

د غونډې ګډونوال او د افغان ځوانانو د مدني بهیر مشر غورځنګ سیال وویل چې تجربو ته په کتو پخوانیو لویو جرګو د هېواد سترې ستونزې حل کړې دي.

ښاغلی سیال زیاتوي:

"د داسې جرګو په واسطه د هېواد مهمې او لویې ستونزې حل شوې دي، نننیو کړکېچنو حالاتو ته په کتو یو ځل بیا اړتیا ده چې دودیزه لویه جرګه راوبلل شي او ستونزې هوارې کړي."

د افغانستان د معاصر تاریخ په بېلا بېلو پړاوونو کې، تر اوسه ۱۱ دودیزې لویې جرګې راغوښتل شوي چې یوازې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال څلور لویې جرګې رابلل شوې وې او قانوني ځای یې هم خپل کړی و.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د روان کال د میزان په ۲۰مه یوې خبري غونډې ته وویل، له اوسنیو ستونزو نه د وتلو لپاره باید دودیزه لویه جرګه راوبلل شي.

د ولسي جرګې غړي او د غونډې بل ګډونوال عبدالرحیم ایوبي وویل، اوس‌مهال افغانستان د امریکا، روسیې، ایران، پاکستان او د یو شمېر نورو هېوادونو په نیابتي جګړې د بدلېدو په حال کې دی.

ښاغلی ایوبي وايي د دودیزې لویې جرګې لپاره دلایل لري او ټینګار یې وکړ چې لویه جرګه کولای شي د یادې ستونزې هواري ته هم یوه طرحه جوړه کړي.

عبدالرحیم ایوبي
عبدالرحیم ایوبي

نوموړي زیاته کړه:

"دغه لویه جرګه چې موږ غواړو، دلایل، استدلال او منطق لرو، موږ د افغانستان له موجوده بحران نه د وتلو لپاره د حل لاره لرو، موږ وسله‌والو طالبانو ته بلنه ورکوو چې راشي په دغې لویه جرګه کې ګډون وکړي."

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست که څه هم په دغې غونډه کې د یادو سیاسیونو او مدني فعالانو د غوښتنې په اړه څه نه‌وايي، خو په ټوله کې څرګندوي چې د لویې جرګې د جوړېدو مېکانیزم او ترکیب په اساسي قانون کې واضح شوی دی.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، له روانو ناوړه حالاتو نه د وتلو لپاره تر ټولو غوره اقدام په اساسي قانون عمل کول دي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"د لویې جرګې د جوړېدو مېکانیزم او ترکیب په اساسي قانون کې وضاحت لري او موږ تمه لرو چې ټول سیاسي جریانونه او عام ولس اساسي قانون د عمل اساس او معیار وټاکي او که په اساسي قانون عمل وشي موږ کولای شو ولسواکي په افغانستان کې د یو ارزښت په توګه عملي کړو."

ښاغلی مرتضوي زیاتوي، دوی د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د افغانستان له امنیت او ستونزو سره په هواري کې له حکومت سره مرسته کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG