د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

کرزی: له روانو ستونزو نه د وتلو لپاره باید دودیزه لویه جرګه راوبلل شي


پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره باید دودیزه لویه جرګه راوبلل شي.

ښاغلي کرزي چې د پنجشنبې په ورځ يې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل چې دغه غوښتنه یې، د یوه لیک له لارې د حکومت له مشرانو کړې ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو په ګډون ټول وګړي باید په یاده جرګه کې، ګډون وکړي او د روانو ستونزو د هوارۍ په اړه خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه؛ اجازه باید ور نه کړل شي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د زور ازمایلو او مقابلې پر میدان بدل شي او په دې جرګه کې باید پرېکړه وشي چې کومه لاره وټاکل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه صلاحیت نه لرم چې دودیزه لویه جرګه راوغواړم، خو د یوه افغان په توګه وړاندیز کولی شم او د هغه تجربه چې ما په تېرو څوارلس کلونو کې تر لاسه کړې، دا کار د دولت او افغانستان په خیر بولم چې، دا کار د ملي اجماع لپاره ډېر مهم او برخلیک ټاکونکی دی چې موږ ور سره مخ یو د افغان ملت څخه دې مشوره واخیستل شي، په همدې ډول مې له طالبانو غوښتي دي چې راشي او همکاري وکړي او په دې جرګه کې، برخه واخلي."

ښاغلي کرزي زیاته کړه؛ طالبان د افغانستان د خلکو جز دی خو اعمال یې تروریستي دي.

کرزی: طالبان باید سوله وکړي.
کرزی: طالبان باید سوله وکړي.

دی وايي، له وسله والو طالبانو يې د یوه لیک له لارې غوښتي هرڅو د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.

نوموړی وایي، افغانان غواړي له امریکا، ګاونډیانو او نورو قدرتونو سره دوستي ولري، خو اجازه نه ور کوي چې خاوره یې، د نورو هېوادونو پر ضد استعمال شي.

پخواني ولسمشر همدا شان وویل؛ د سولې په برخه کې د پاکستان رول حیاتي دی، خو په خبره یې، پاکستان په دې برخه کې په صادقانه ډول رفتار نه دی کړی او له پاکستان یې وغوښتل چې له دې وروسته افغانستان ته د دوستۍ لاس ور کړي.

کرزی وایي؛ په افغانستان کې، جګړه د ګټو ده او دا نه مني چې په دغه هېواد کې، ۲۰ تروریستي ډلې موجودې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کرزي یوه کال وړاندي هم د دودیزې لویې جرګې د راغوښتلو غوښنه کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي، هر نظر چې د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه وي دوی يې هرکلی کوي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"د پخواني ولسمشر نظر د یوه افغان وګړي په توګه موږ ته د احترام وړ دی، او هر نظر چې مثبت او رغونکی وي او په افغانستان کې د سولې په را وستلو کې مرسته وکړي موږ د هغه نظر ته ښه راغلاست وایو."

د افغانستان د معاصر تاریخ د په بېلا بېلو مرحلو کې، دودیزه لویه جرګه راغوښتل شوې او قانوني ځای یې هم خپل کړی.

لویې جرګې د افغانستان په قانون کې هم د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې رسمیت پیدا کړی خو نور شکلونه يې رایج دي چې یوه یې دودیزه لویه جرګه ده.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG