د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

روسیه: سويډن او اروګوئه د سوریې په اړه د "م.م" پلټونکی ماموریت غځوي


روسیه وايي چې سويډن او اروګوئه په پام کې لري چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د ملګرو ملتونو پلټونکی ماموریت تمدید کړي.

یو روسی لوړ پوړی چارواکی وایي چې سویډن او اروګوئه چې د ملګرو ملتونو د ۱۵ کسیزې امنیت شورا مؤقتي غړي دي، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د ملګرو ملتونو د پلټونکي ماموریت د تمدید لپاره د پریکړه لیک یوه مسوده ترتیب کړې چې کیداې شي دغه شورا بیا رأیې پرې واخلي.

دا خبره په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ماموریت مطبوعاتي مسؤل فیوډور ستیژیزسوفسی "Fyodor Strzhizhovsky" د شنبې په ورځ د روسیې دولتې اژانس تاس ته کړې او ویلي يې دي چې دغو دواړو هېوادونو یوه د روغې جوړې مسوده امنیت شورا ته وړاندې کړې چې پر اساس یې په سوریه کې د ملګرو ملتونو او پر کیمیاوي وسلو د بندیز د ادارې ګډ پلټونکي ماموریت خپل کار بېرته پیلوي.

سویډن او اروګوئه چې د ملګرو ملتونو د ۱۵ کسیزې امنیت شورا مؤقتي غړي دي.

تاس خبري آژانس دغه راز په ملګرو ملتونو کې د یوې بلې سرچینې په حواله چې هویت یې نه‌دی په ډاګه کړی ویلي چې کیدای شي نن د دغه پریکړه لیک پر مسودې رأیې واخېستل شي.

دا وروسته له هغې چې روسیې تېره ورځ هغه مسوده ویټو کړه چې په مؤقت ډول یې د ملګرو ملتونو پلټونکي پروګرام جاري ساته.

جاپان د یوې میاشتي لپاره د دغه نړیوال پلټونکي ماموریت د دوام لپاره دغه مسوده د دې لپاره وړاندې کړې وه چې روسیه او لویدیځ په دې اړه یوې روغې جوړې ته ورسېږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکې هیلې
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکې هیلې

د اسوشیټېد پرېس اژانس د راپور له مخې د دغه پریکړه لیک پر مسودې له رأیې اخېستو مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نورو غړیو په مؤقت ډول د دغه ماموریت د غځېدو ملاتړ کړی و خو روسیې یې بیا هم مخالفت کړی و.

روسیه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد یوه مهمه ملاتړې ده په وروستي ویټو سره ۱۱م ځل دی چې د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د رد یا ویټو کولو لپاره له خپل صلاحیته کار اخلي.

روسیې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د امریکا له خوا وړاندې شوې د پریکړه لیک مسوده ویټو کړې وه.

روسیې هم له خپل لوري په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د نړیوالې څېړنې د تمدید لپاره مسوده وړاندې کړې وه چې ویې نه شو کړای د امنیت شورا د نهو غړیو ملاتړ ترلاسه کړي.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو او پر کیمیاوي وسلو د بندیز د ادارې ګډې څېړنې چې روسیې ورسره مخالفت کړې دا موندلې وه چې د سوریې حکومت په تېراپریل میاشت کې زهرجن ګاز استعمال کړي دي.

نیکې هیلې ویلي چې روسیه زموږ وخت ضایع کوي.

د دغې نړیوالې څېړنې روان ماموریت دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېد.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې ویلي چې روسیه زموږ وخت ضایع کوي. هیلي ویلي، د روسیې ننني اقدامات او په وروستیو اونیو کې د هغې د نورو اقداماتو هدف یوازې د دغه پلټونکې ماموریت ځنډول، بې لارې کول او کاملاً د هغو هڅو شنډول دي چې دا مسئله یقینې کوي چې په سوریه کې د دغو کیمیاوي وسلو له عاملانو سره حساب کتاب وشي.

روسیې د دغه نړیوال پلټونکي ټيم پر موندنو چې ویلي یې دي، د سوریې حکومت د ۲۰۱۴میلادي او ۲۰۱۵ میلادي کلونو په دوو حملو کې له کلورین ګازو کار اخېستی او تېر اپریل کې یې په خان شیخون کې په هوايي حمله کې زهرجن ګاز استعمال کړي چې شاوخوا سل تنه په کې وژل شوي و، سخت انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG