د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

ټاکل شوې روسیه راتلونکې اوونۍ د سوریې د کړکېچ په اړه د بحث کوربه وي


ټاکل شوې چې روسیه راتلونکې اوونۍ د سوریې د بحران پر حل د بحث لپاره له ترکیې او ایران سره د سرمشریزې کوربه وي.

په پام کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین راتلونکې اوونۍ په سوچي ښار کې د ترکیې او ایران له ولسمشرانو سره په کتنه کې د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه خبرې وکړي.

د کرملېن ویاند دیمیتري پیسکوف پرون خبریالانو ته وویل چې پوتین به د چهارشنبې په ورځ له رجب طیب اردوغان او حسن روحاني سره د تورې بحیرې په ساحلي ښار سوچي کې وګوري.

دیمیتري پیسکوف
دیمیتري پیسکوف

دا د سوریې په اړه د روسیې، ترکیې او ایران لومړۍ سرمشریزه ده او چارواکي وايي، تمه ده چې د دوی بحثونه به په سوریه کې د کړکېچ د کمولو او د جګړه ځپلو سیمو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر موضوعاتو متمرکز وي.

مسکو، انقره او تهران همداراز د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د کړکېچ په اړه د خبرو د یوه جلا بهیر ګډنوال دي چې د جګړې ښکېل اړخونه هم برخه پکې لري او د جګړې د ډګر پر اړوندو مسایلو، لکه په مهمو سیمو کې د کړکېچ د کمولو د زونونو د جوړولو په اړه پر خبرو تمرکز کوي.

په استانه کې د سوریې د سولې په اړه غونډه.
په استانه کې د سوریې د سولې په اړه غونډه.

همداراز په ژنیو کې هم د ملګرو ملتونو په مشرۍ د خبرو جلا بهیر روان دی چې د جګړې د سیاسي حل لارې د موندلو هڅه کوي.

په دې جګړه کې روسیه او ایران د سوریې د ولسمشر بشاراسد ملاتړ کوي، خو ترکیه او متحدایالات د هغو بېلابېلو وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې د سوریې د حکومت پرضد جګړه کوي.

د کرملېن ویاند ښاغلی پیسکوف وايي، د سوچي په خبرو کې چې د ولسمشر پوتین په رسمي استوګنځي کې په پام کې دي د سوریې د جګړې د سیاسي حل او د ثبات او امنیت درې تضمینوونکي ګډون کوي.

په همدې حال کې فعالان او د بشري حقونو څارونکې ډلې وايي چې پلازمېنې دمشق ته نېږدې د دولتي ځواکونو په توپچي او هوايي حملو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي چې د دولتي ځواکونو په توپچي او هوايي حملو کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي.

سوریه
سوریه

د دمشق په لمنو کې پرته ختیځ غوتا هغه سیمه ده چې د حکومت وسله وال مخالفین غواړي یوه پوځي اډه ونیسي او له دریو ورځو راهیسې جګړه پکې روانه ده.

دا جګړه د هغه اوربند د څرګندې سرغړونې نښه ده چې په اګست میاشت کې د روسیې، ترکیې او ایران په منځګړتوب ټینګ شوی و.

XS
SM
MD
LG