د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

په تېرو ۸ میاشتو کې د لویې څارنوالۍ له‌خوا تر ۳۰ زرو زیاتې قضیې څېړل شوي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د روان لمریز کال په اتو میاشتو کې د جرمونو کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده او وايي په دغې موده کې ۳۴۵۰۰ قضیې ارزولي او څېړلې دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۸» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه شمېرې ښیي چې په هېواد کې د جرمونو کچه، د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده.

د ده په خبره دوی ته یوازې په ټول تېر کال کې ۳۴۵۰۰ قضیې، د بېلابېلو ادارو له‌خوا ورسپارل شوي او لویې څارنوالۍ څېړلې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سږ کال قضیې مو په درې، ملکي او نظامي، د کورني امنیت او بهرني امنیت په برخو کې دي. د قضیو کچه متفاوته ده، مثلاً د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او د دوی وهل ټکول هغه قضیې دي چې ګراف‌یې پورته دی، همدارنګه که پر ملکي قضیو وغږېږو، جنایي قضیې په‌کې ډېرې دي، په دې ربعه کې چې تاسې ته مې وویل، تر درېیمې ربعې پورې کابو ۳۴۵۰۰ قضیې لرو او ښیي چې د جرمونو کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده."

ښاغلي رسولي وویل، لوی څارنوال فرید حمیدي د ستونزو د حل لپاره په اوونۍ کې یوه ورځ ځانګړې کړې چې خلک له نږدې وویني.

د ښاغلي رسولي په خبره په وروستیو دوو کلونو کې لوی څارنوال د خلکو ۶۰۰۰ عریضو ته رسیده‌ګي کړې ده.

د لویې څارنوالۍ د مسؤلینو په خبره، حکومت د اداري فساد درنو جرمونو ته هم رسیده‌ګي کړې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، له جوړېدو راهیسې ۳۷۳ قضیې ثبتې کړي چې له دې جملې نه‌یې پر ۱۱۷ کار کړی او ۸۰ کسان‌یې په جزا محکوم کړي دي.

لویه څارنوالي دا هم وايي، له تېر کال راهیسې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د ۴۴ کسانو دندې ځنډولي او ۸۲ کسان‌یې ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، اداري فساد، د مخدره موادو تولید او قاچاق، نا امني او بې‌وزلي، په افغانستان کې د جرمونو د زیاتوالي لاملونه دي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"بې‌کاري یو لوی لامل دی چې له بده مرغه هره ورځ‌یې کچه لوړېږي، امنیت نه‌شته، پانګه‌وال خوندي نه‌دي او د دولت وسله‌وال مخالفین ورڅخه باج اخلي، دغه لاملونه دي چې جرمونه‌یې ډېر کړي دي."

سره له دې چې د مشرانو جرګې مرستیال، د لویې څارنوالۍ د نوي مشرتابه رول مهم ګڼي، خو وايي چې د دولت ټول اړوند ارګانونه باید د جرمونو د کمولو لپاره د فساد، بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او مخدره موادو پر وړاندې مبارزه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG