د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

څېړنه: ۴۱ سلنه افغانان د فساد قرباني او ۵۳،۶ سلنه له قومي تبعیضه شکایت لري


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، اداري فساد د بشري حقونو په وړاندې یو له جرمونو څخه دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

همدارنګه د دغه کمېسیون نوې څېړنه ښیي چې د افغانستان ۴۱ سلنه وګړي د اداري فساد قرباني دي او د هېواد ۵۳،۶ سلنه وګړي له قومي تبعیضه شکایت لري.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر د چهار شنبې په ورځ د "بشري حقونو او له فساد سره د مبارزې" ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره اړتیا ده، څو په دغه هېواد کې له فساد سره جدي مبارزه وشي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر

نوموړې وویل:

"له بده مرغه فساد په افغانستان کې د جګړې او بدبختیو د دوام لامل ګرځېدلی دی، باید په ګډه هلې ځلې وشي، تر څو له فساد سره مبارزه دقیق، دوامدار، شفاف او د خلکو ګډون په‎کې وي."

مېرمن سمر وويل، د بخښنې د فرهنګ دوام فساد ته زمینه برابره کړې ده او په وینا يې چې فساد سره مبارزه د یوه یا دوو کلونو کار نه‎دی، بلکې یو ډېر کلک سیاسي تعهد ته اړتیا لري.

ټاکل شوې چې د دغه ملي کنفرانس پایلې د افغان حکومت د هغو ادارو سره چې د فساد پر وړاندې مبارزه کوي هم شریکې شي.

که څه هم په دې وروستیو کې افغان حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي د فساد په تور محاکمه کړي، خو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ له دې وړاندې ویلي چې حکومت لا هم په دې برخه کې اساسي اقدامات نه‎دي کړي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال غلام حیدر علامه بیا وايي، حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره ژمن دی او په دې برخه کې اقدامات هم شوي دي.

لویه څارنوالي: حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره ژمن دی.
لویه څارنوالي: حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره ژمن دی.

ښاغلي علامه د بشري حقونو او له فساد سره د مبارزې ملي کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:

"له فساد سره د مبارزې بهیر په هېواد کې په ښه توګه مخ ته ځي، په فساد کې د ښکېلو کسانو n محاکمې په اړه هم تاسې معلومات لرئ چې پرته له کوم توپیري چلند او په عادلانه ډول پر مخ وړل کېږي."

د شفافیت نړیوالې ادارې د وروستي راپور له مخې پخوا د هغه هېوادونو په نوملړ چې فساد په‎کې زیات ووT درېیم ځای درلود، خو په دغه هېواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د هڅو په نتیجه کې اوس افغانستان اتم ځای لري.

په کابل کې د ډنمارک سفیر جکب برېکس تنګ دغه ملي کنفرانس ته په وینا کې له فساد سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت هڅې وستایلې خو وايي، په کار ده چې حکومت د دغې پدیدې پر وړاندې د یوه ځانګړي مېکانیزم یا چوکاټ له لارې مبارزه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG