د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

رسولي: لویې څارنوالۍ ته د اداري فساد ۲۷۴ قضیې رسېدلي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، له بېلابېلو ادارو عدلي او قضايي مرکز ته د اداري فساد ۲۷۴ قضیې رسېدلې دي.

لویه څارنوالي وايي، د راجع شویو ۲۷۴ قضیو څخه ۲۱۶یې ملکي او ۵۸یې پوځي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل چې د ځینو قضیو څېړنې بشپړې شوي او د یو شمېر څېړنې لاهم دوام لري.

ښاغلي رسولي همداراز وویل چې د اړوند محکمو له پرېکړو وروسته ۹۰۰ میلیونه افغانۍ او ۸ میلیونه ډالره د نقدي جزا او د پیسو د حیف و میل د مخنیوي په نتیجه کې د دولت خزانې ته راغلي دي.

رسولي:د ځینو قضیو څېړنه بشپړه شوې ده.
رسولي:د ځینو قضیو څېړنه بشپړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په ټوله کې د عدلي او قضايي مرکز له لوري د ځینو قضیو څېړنه بشپړه شوې او د یو شمېر نورو یې څېړنې روانې دي او ژر به محکمو ته واستول شي، زموږ همکاران هڅې کوي چې د قضیو څېړل په دقیق او عادلانه توګه ترسره شي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست هوګو لارنس د امریکا د خپلواکۍ د ۲۴۱ تلین په لمانځ‌غونډه کې د ملي یووالي حکومت پر مشرانو غږ وکړ چې په دولتي بنسټونو کې د اصلاحاتو او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لا ډېر اقدامات ترسره کړي.

نوموړي همداراز وویل چې د هغې ورځې په تمه دی څو فساد له‌منځه یوړل شي او پاک خلک په لوړو پوستونو کې په دندو کې وګمارل شي.

د امریکا سفارت دغه ارشد ډیپلومات همداراز ویلي چې د معافیت فرهنګ باید له‌منځه یوړل شي او هغوی چې د خلکو پیسې یې غلا کړي باید تر قانوني څار لاندې ونیول شي.

که څه هم د ملي یووالي حکومت مشرانو تل د فساد پر وړاندې مبارزه خپل مهم لومړیتوب بللی او په دې برخه کې ځیني کارونه هم شوي دي، خو لا هم د دغې پدیدې پر وړاندې مبارزه د افغان حکومت لپاره لویه ننګونه بلل کېږي.

« له فساد سره مبارزه د افغان حکومت په وړاندې لویه ننګونه بلل کېږي»
« له فساد سره مبارزه د افغان حکومت په وړاندې لویه ننګونه بلل کېږي»

په همدې حال کې د فساد پر وړاندې د افغاني شبکې رئیس خان زمان امرخېل وايي عدلي او قضايي مرکز د فساد لویو دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې اغېزمن کار نه‌دی کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"واقعاً چې عدلي او قضایي مرکز د فساد لویو دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې په هغه شکل چې لازمه وه کار نه‌دی کړی، خو په دې کې هم شک نه‌شته چې دوی ځیني کارونه کړي او باید ستاینه‌یې وشي."

د ښاغلي امرخېل په خبره د فساد پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره باید لویو دوسیو ته رسېدنه وشي څو خلک د فساد پر وړاندې پر نورو پروګرامونو باور وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG