د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د افغانستان په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو پر شکنجې د «سیف د چلدرن» اندېښنه


له ماشومانو نه د ملاتړ مؤسسه "سیف د چلدرن" وايي، د افغانستان په یو شمېر ښوونځیو کې د ښوونکو له‌خوا د زده‌کوونکو د شکنجه کولو پېښې مخ په زیاتېدو دي چې دوی ته د اندېښنې وړ دي.

دغه مؤسسه له افغان حکومت او په تېره بیا د پوهنې له وزارت نه غواړي چې د پوهنې د منل شویو اصولو سره سم دې، د زده‌کوونکو لپاره، د زده‌کړو مناسب او خوندي چاپېریال برابر کړي.

له ماشومانو نه د ملاتړ مؤسسې مطبوعاتي مسؤلې مریم عطايي په دې اړه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۶» ازادي راډیو ته وویل:

"ښوونځی باید داسې ځای وي چې ماشومان په‌کې ځانونه خوندي وګڼي او درسونو ته ادامه ورکړي، د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه له افغان حکومت او په ځانګړي ډول د پوهنې له وزارت نه غواړي، هغه قوانین چې د زده‌کوونکو د فزیکي مجازاتو د ممنوعیت لپاره نافذ شوي، اجراء کړي، دغه تاوتریخوالی نه‌یوازې دا چې د زده‌کوونکو ذهنونه نا کراره کوي، بلکې کله چې دوی لوی شي، بیا له نورو سره ورته تاوتریخوالی کوي."

عطايي: افغان حکومت باید د زده‌کړې سالم چاپېریال رامنځته کړي.
عطايي: افغان حکومت باید د زده‌کړې سالم چاپېریال رامنځته کړي.

د دغې مؤسسې په اعلامیه کې راغلي، په بلخ په ولایت کې د شکنجو له امله چې ویل کېږي یو ښوونکی په‌کې لاس لري، د یوه زده‌کوونکي وژل کېدل، یوه دردونکې پېښه ده.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان دراني ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د مزار شریف د باختر په لېسه کې د یوه زده‌کوونکي مړی موندل شوی او کورنۍ یې د وژلو پړه، د یادې لېسې پر یوه ښوونکي اچولې ده.

همدا شان د بلخ روغتون سر طبیب نور محمد فیض ازادي راډيو ته وویل، د مړي پر تن د شکنجې نښې لیدل شوي، خو څېړنې لا بشپړې شوې نه‌دي.

د پوهنې متخصصین وايي، په ښوونځيو کې شکنجه شوي زده‌کوونکي کېدای شي، په راتلونکي کې په یوه ناوړه کس بدل شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې د کابل د استاد رباني د ښوونې او روزني د پوهنتون استاد عبدالجبار څپاند ازادي راډیو ته وویل، د پوهنې په اصولو کې د زده‌کوونکو فزیکي شکنجه نه‌شته.

نوموړي زیاته کړه:

"پوهنه د ټولو دولتي او غیر دولتي سکټورونو راتلونکې ګڼل کېږي، که زده‌کوونکي ښه وروزل شي، د ټولنې ښه کدرونه کېږي او که خدای مه‌کړه، اوسنی روان حالت دوام وکړي، پایلې به‌یې له روانې جګړې نه هم ناوړه وي."

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل بیا وايي، د هېواد په اوسنیو جنګي حالاتو کې د تاوتریخوالي له پېښو سترګې نه‌شي پټېدلی، خو دوی د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي چې له زده‌کوونکو سره فزیکي چلند وکړي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې موږ کله کله د خشونت له ځینو پېښو سره مخ کېږو خو ښه‌والی په دې کې دی چې پر وړاندې یې اقدام کوو، د پوهنې د قانون ۳۹مه ماده وايي، که وهل ډبول د تهذیب او تائدیب لپاره وي بیا هم منع دي، موږ تر اوسه ځیني ښوونکي څارنوالۍ ته پېژندلي او ځیني مو له دندو لیرې کړي دي. په پوهنه کې هېڅ ډول خشونت ته ځای نه‌شته."

د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې روانو ناامنیو د پوهنې پر نظام هم ناوړه اغېز کړی، خو د حکومت د امنیتي او نورو ادارو په مرسته هڅې روانې دي چې د پوهنې نظام له هر ډول ستونزو خوندي وساتي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG