د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

هيڅ ښوونکی د زده کوونکي د وهلو حق نه لري!


لا هم په ښوونځيو کې ځينې ښوونکي له تاوتريخوالي کار اخلي او خپل زده کوونکي وهي، ټکوي او سپکې سپورې ورته وايي.

د پوهنې وزارت د داسې ښوونکو پر وړاندې څه کوي؟ د دغه کار د مخنيوي لپاره څه پلانونه لري او پخپله زده کوونکي څه کولی شي چې په ښوونځیو کې د وهلو ټکولو او د تاوتريخوالي دغه ناوړه فرهنګ له منځه یوسي؟ په دې تاندې څانګې کې ورباندې غږېدلي يو.

د افغانستان د پوهنې وزارت د لایحې پر بنسټ د ښوونځيو درسي سيستم له تاوتريخوالي پاک دی خو ځينې زده کوونکي وايي چې د ښوونکو لخوا په لښته، څپېړه، حتی لغته او بوکس باندې د شاګردانو وهل یو معمول کار دی او دوام لري.

د پوهنې وزارت د نشراتو ريئس محمدکبير حقمل هم مني چې لا هم په ځينو ښوونځيو کې یو شمېر ښوونکي له زده کوونکو سره له تشدده ډک چلند کوي او په هماغه ناسم نظر دي چې (ډب نه وي، ادب نه وي) خو دی وايي چې داسې ښوونکي به مومي او تر اوسه يې څو کسه منفک کړي او یو يې قضايي ارګانونو ته سپارلی دی.

تاندې څانګې پر فیسبوک وڅارئ:

تاندې څانګې

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

ازادي راډیو

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

شفق

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG