د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

سروې: پر افغان ماشومانو ۲۴ سلنه تاوتریخوالی د ښوونکو له‌خوا کېږي


د ماشومانو د ملاتړ یا "سېف د چلډرن" مؤسسې د یوې تازه سروې موندنې ښيي چې په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.

دغه مؤسسه وايي، په افغانستان کې له ماشومانو سره زیات تاوتریخوالی د هغوی د مور، پلار، د کورنیو د غړو او ښوونکو له‌خوا کېږي.

د دغې مؤسسې مشر پاول براکر د سې شنبې په ورځ په کابل کې د تازه سروې د پایلو د اعلان پر مهال وویل دا چې ښوونځي د ماشومانو لپاره د زده‌کړې تر ټولو با ارزښته ځایونه دي، خو بیا هم ښوونکي د ماشومانو پر وړاندې د ۲۴ فیصده تاوتریخوالي مسؤل دي.

براکر: ۴۴ سلنه تاوتریخوالی د ښوونکو له‌خوا کېږي.
براکر: ۴۴ سلنه تاوتریخوالی د ښوونکو له‌خوا کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د راپور د موندنو پر اساس د ماشومانو پر وړاندې ۲۴ فیصده تاوتریخوالی د ښوونځيو د ښوونکو او ۲۰ فیصده نور د بېلابېلو کسانو له‌خوا کېږي."

بل‌خوا د افغانستان د پوهنې وزارت مني چې په ځینو ښوونځیو کې له زده‌کوونکو سره د تاوتریخوالي په اړه دوی ته هم راپورونه رسېدلي دي.

د دغه وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل چې له هر هغه ښوونکي سره به قانوني چلند وشي چې له زده کوونکي سره تاوتریخوالی کوي.

د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې روان میلادي کال په کابل، ننګرهار، بلخ، جوزجان او سرپل کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي په اړه له ماشومانو، د دوی له والدینو، ښوونکو او مدني فعالانو سره د مرکو پر اساس یوه سروې کړې ده.

د سروې موندنې ښکاره کوي چې له ماشومانو سره څلور ډوله، رواني، فزیکي، جنسي او د دوی په وړاندې د غلفت تاوتریخوالی کېږي.

د سېف د چلډرن مؤسسې سلاکار ذبیح‌الله امرخېل د سروې د اعلان پر مهال وویل چې اوس هم په افغانستان کې ۲۹ فیصده ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

نوموړی زیاتوي چې د ماشومانو والدین اوس هم فکر کوي چې وهل ټکول د ماشومانو د روزنې لپاره یوه ښه وسیله ده.

ښاغلی امرخېل همدا شان وايي چې بې‌کاري، فقر، بې‌وزلي د ماشومانو له حقونو بې‌خبري او په دې اړه د حکومت د پلانونو نه‌موجدیت هغه عوامل دي چې د ماشومانو پر وړاندې یې تاوتریخوالي ته لاره هواره کړې ده.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی مني او وايي، حکومت هڅه کوي چې دغه ستونزه په سیستماتیکه توګه حل کړي.

د دغه وزارت د ټولنیز خوندیتوب برخې مسؤلې مریم زرمتي د سروې د اعلان په غونډه کې وویل د افغان ماشومانو نفوس ته په کتو اوس هم د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی کم دی.

نوموړي زیاته کړه:

"که د ماشومانو د نفوس په پرتله وګورو نو طبیعي ده چې دا ډېر ټیټ رقم دی دا د ټولو ماشومانو نماینده‌ګي نه‌شي کولای، ستونزې موجودې دي، موږ په دې هڅه کې یو چې دا ستونزې په سیستماتیک ډول هوارې کړو."

اغلې زرمتۍ زیاتوي چې افغان حکومت د ماشومانو د ښې روزنې او د دوی د ستونزو د هواري لپاره یو سکرټریټ رامنځته کړی دی.

د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې د ستونزې د هواري لپاره باید د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون پلی کړي او همدا شان د پوهنې وزارت، کار ټولنیزو چارو وزارت او رسنۍ د دغې ستونزې د حل لپاره بېلا بېل پروګرامونه جوړ کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د ماشومانو د ساتنې او د حقونو په اړه‌یې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي او د ماشومانو پر وړاندې د تاتریخوالي له‌منځه وړلو ته ژمن دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG