د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

ارګ: پاکستان دې د خپلو ادعاوو په اړه اسناد د درېیمګړي په وړاندې ښکاره کړي


د افغانستان جمهوري ریاست د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف هغه ادعا چې وايي، افغانستان او هند د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره ګډ کار کوي بې بنسټه بولي او په کلکه یې ردوي.

اصف پرون د پاکستان د ملي اسامبلې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د وینا پرمهال ادعا وکړه چې هند د افغانستان د استخباراتو په مرسته د پاکستان د لوېدیځو سیمو د بې ثباته کولو هڅه کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې خواجه اصف ویلي دي چې د هند استخباراتي اداره «را» RAW او د افغانستان د ملي امنیت اداره د پاکستان پرضد په ګډه کار کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد دا ادعاوې په کلکه رد کړې او په ځواب کې یې وویل چې که پاکستان د خپلو ادعاوو په اړه اسناد لري نو د نړیوالو منځګړو په وړاندې دې یې ښکاره کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد.
د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هم پخوا او هم اوس حاضر یو خو هیله لرو چې پاکستان دې ته اماده شي چې هغه ادعاوې چې ګنې د افغانستان او هند استخبارات داسې کړنې کوي چې د پاکستان د حکومت او ملت لپاره خطر جوړ کړي موږ خپلې ادعاوې او دوی خپلې ادعاوې د درېیمګړي هېواد تر څارنې لاندې وړاندې کړو."

په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له دې چې کابل او اسلام اباد پر یوبل د لاسوهنو تورونه ولګول په لندن کې د بریتانیا په ګډون په درې اړخیزې غونډه کې موافقه وشوه چې هر هېواد چې د بل هېواد د لاسوهنو په اړه ادعا لري نو اسناد دې یې د درېیمګري هېواد په وړاندې ښکاره کړي.

همداراز وروسته په شانګهای کې هم پرېکړه وشوه چې افغانستان او پاکستان دې د خپلو ادعاوو په اړه اسناد او شواهد د امریکا او چین تر څارنې لاندې څېړنو ته وسپاري.

خو داسې ښکاري چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحدو ایالاتو د ستراتیژۍ له اعلان وروسته پخواني میکانیزمونه ټول له کاره لوېدلي.

وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن افغانستان، پاکستان او هند ته د سفر په ترڅ کې د پاکستان پر حکومت سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل چې له پاکستان سره مرستې به د تروریستي ډلو پرضد د دې هېواد په اقداماتو پورې مشروطې وي، پاکستاني چارواکو تُند غبرګون وښود او ښايي په ملي شورا کې د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وینا هم د همدې غبرګونونو دوام وي.

ریکس ټیلرسن اسلام اباد ته د سفر پرمهال.
ریکس ټیلرسن اسلام اباد ته د سفر پرمهال.

اصف وویل، متحدایالات تراوسه هم فکر کوي چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا پرضد له وسله والو طالبانو کار اخلي په داسې حال کې چې د ده په وینا پر افغان طالبانو د پاکستان نفوذ کم شوی او په نتیجه کې یې دې ډلې هم د خپلو مرکزونو موقعیتونه بدل کړي دي.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند ښاغلي ازاد وویل چې که د نړیوالو درېیمګړو په وړاندې هم د افغانستان او هم د پاکستان ادعاوې وڅېړل شي نو هلته به ولیدل شي چې څوک د چا په وړاندې څه کوي.

XS
SM
MD
LG