د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

ملي ارمان: هند یې جوړوي، پاکستان‌یې ورانوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هندوستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر سفر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی دی، "هند یې جوړوي، پاکستان‌یې ورانوي".

په سرمقاله کې راغلي، هند ته د افغان ولسمشر دوستانه سفر له بېلابېلو اړخونو د اهمیت وړ دی او کولای شي په افغانستان کې د امن او ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن تمام شي.

د ورځپاڼې په باور، هند افغانستان سره په پاک نیت او خلاص مټ مرسته کوي.

د ورځپانې په یو بل مطلب کې بیا په دې اړه راغلي، په داسې حال کې چې پاکستانیانو افغانستان په کنډواله بدل کړی او دغه هېواد ته ترهګر رالېږي او د افغانستان خلک په بېلابېلو بهانو وژني، هند افغانستان سره مرسته کوي چې شته ستونزو ته د هواري لار وموندل شي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، ولسمشر غني له خپل هندي سیال سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په مطلب کې د چارو د یو شمېر شنونکو په حواله راغلي، هند او افغانستان هڅه کوي چې د سیمه‌ییزو متحدانو په توګه د پاکستان د دریځ په وړاندې رول ولوبوي او اسلام‌اباد لا زیات تر فشار لاندې ونیسي.

د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلیز له لارې صادرات په ښه توګه روان دي.

په مطلب کې د دغو کارپوهانو په حواله دا هم راغلي چې کابل باید د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو انډول په پام کې ونیسي، که نه نو د دوی په خبره یوه خوا نیول به دغه هېواد له ستونزو سره مخ کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې موضوع ته په اشارې سره لیکلي، د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې صادرات په ښه توګه روان دي او افغانستان غواړي چې د منځنۍ اسیا له لارې له هند سره د بحري دهلېز له لارې هم ونښلي.

په مطلب کې راغلي چې افغانستان او هند د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او دا هم راغلي چې افغان ولسمشر له هند نه غوښتي چې له خپلو تجربو نه په ګټه، افغانستان سره د کانونو، نساجي او د ښځو د لاسي صنایعو د سکټور په برخه کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG