د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

دفاع وزارت: له وسله والو پاکېدونکو سیمو ته د دایمي امنیت پلانونه چمتو شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، هغه سیمې چې د طالبانو له حضوره پاکېږي او یا هم تر ګواښ لاندې دي، د دایمي امنیت او ساتنې لپاره یې منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به سرحدي او د عامه نظم پولیس له دفاع وزارت سره يوځای کېږي او دغو پولیسو ته به د ښې روزنې ترڅنګ، ښه تجهیزات هم ورکول کېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"سرحدي پولیس کاملاً دفاع وزارت ته راځي، کارونه یې ټول بشپړ شوي او د دوی د انتقال پروسه روانه ده، د عامه نظم د پولیسو کارونه هم خلاص شوي او د دلوې په ۱۰ مه له دفاع وزارت سره يو ځای کېږي، دفاع وزارت د دې لپاره چې دوی خپلې دندې په ښه توګه پرمخ يوسي، دوی ښه روزي او تجهیزوي یې. "

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر دفاع وزارت، د ولسي جرګې، امنیتي کارپوهانو او عامو خلکو له خوا تل دا انتقادونه کېږي چې له مخالفینو د سیمو له پاکولو او نیولو وروسته، دغه سیمې په دوامداره توګه په خپل واک کې نشي ساتلای.

د یو شمېر راپورونو له مخې، د بدخشان یمګان او وردوج، د کندز چهاردره او دشت ارچي، دغزني ناوه، د بادغیس جوند، د سرپل کوهستان، د هلمند موسی کلا، د پکتیکا جانې خېل، د فاریاب غورماچ او یو شمېر نورې هغه سیمې دي چې په وار وار د طالبانو او افغان ځواکونو له خوا لاس په لاس شوي او راپورونه وايي چې اوسمهال د سرپل ولایت د صیاد ولسوالي د میرزااولنګ سیمې په ګډون، يو ځل بیا له ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د افغانستان له ۳۰ تر۴۰ پورې ولسوالۍ له لوړو ګواښونو او له ۲۰ تر ۳۰ پورې ولسوالۍ له متوسطو ګواښونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لانګ وار ژورنال د يوه راپور له مخې چې څه موده وړاندې خپور شوی، په کې ویل شوي چې وسله وال طالبان په ۴۱ ولسوالیو واکمن دي او د ۱۱۸ نورو ولسوالیو د نیولو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.

په دغه راپور کې چې په ولسوالیو کې د ځنیو خلاصو سرچینو پر مټ جوړ شوی، وړاندې راغلي، په کومو ولسوالیو کې چې وسله وال طالبان واکمن دي، د خدمتونو وړاندې کول، د امنیت ټينګښت، د محاکمو جوړول او د شرعي قوانینو تطبیق د همدغو وسله والو له خوا کېږي.

خو په راپور کې په یاد شمېر سره د طالبانو په واک کې د ولسوالیو خبره د افغانستان دفاع وزارت رد کړې وه.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان د ملي دفاع وزارت دغه اقدام ستايي او وايي چې دغه ځواکونه باید وروزل شي او ښه تجهیز شي

له دې ډلې د پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځي ازادي راډيو ته وویل:

"دا ښه اقدام دی، خو شرط يې دا دی چې دوی ښه تجهیز شي، په کومو پولو کې چې ستونزې لرو، هلته باید توپچي قطعات، د لېرې واټن وېشتونکي راکټونه او نور تجهیزات موجود وي او دا شان هلته ډېر غښتلي افسران بايد ځای په ځای شي او هڅه باید دا وشي چې دغه ځواکونه له سمتي او ژبني مسایلو خوندي وساتل شي."

د افغانستان د دفاع وزارت په خبره، له دې وړاندې له وسله والو مخالفینو نه د يو شمېر سیمو تر نیولو وروسته، د ساتلو په برخه کې یې ستونزې موجودې وې چې د ياد پلان په عملي کېدو سره به دا ستونزه هم هواره او تر ډېره به تر ګواښ لاندې سیمو کې امنیت ټینګ شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG