د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د بدخشان ولایتي شورا: حکومت دې په بدخشان کې دوامدار عملیات وکړي


د بدخشان د ولایتي شورا يو شمېر غړي له مرکزي حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې دوامدار نظامي عملیات وکړي.

په بدخشان ولایت کې د نامنیو د دوام په تړاو له پراخو مظاهرو ورسته، د دې ولایت د ولایتي شورا يو شمېر غړي وايي، له امنیت پرته به د بدخشان خلک د هېڅ ډول پرمختګ شاهدان نه وي.

له دې ډلې عبدالله ناجي نظري د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت دې د دې ولایت د نا امنو ولسوالیو د امنیت د ټینګښت لپاره، پراخ عملیات ترسره کړي.

د بدخشان د ولایتي شورا استازی عبدالله ناجي نظري
د بدخشان د ولایتي شورا استازی عبدالله ناجي نظري

ښاغلی نطري وایي:

"هغه څه چې د بدخشان خلکو ته مهم دي، امنیت دی او تر هغې چې امنیت نه وي، موږ هېڅ هم نشو کولای، دوه کاله کېږي چې دوه ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي، دا شان د جرم، راغستان او کوهستان ولسوالیو ځېنې برخې او د تګاب ولسوالۍ ځیني کلي هم د طالبانو په لاس کې دي، حکومت د دوامدارو عملیاتو لپاره بدخشان ته الوتکې او د کومانډو ځواکونو ځانګړې قطعې ولېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د وردوج ولسوالۍ چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، زیاتره اوسېدونکو يې تېره ورځ د يوه لاريون په ترڅ کې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو محلي او مرکزي حکومت په بې پروايۍ تورن کړ او ویې ویل چې حکومت په دغه موده کې د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.

له دې وړاندې هم، سیمه ییزو چارواکو، د ولایتي شورا غړو او عامو خلکو په بدخشان ولایت کې د نا امنیو د زیاتېدو په اړه شکایتونه کړي.

د بدخشان ولایت د مدني فعالانو په خبره، په ورستیو کلونو کې غېرمسؤل وسله وال او مخالفین په دې هڅه کې دي چې د دې ولایت طبیعي زېرمې تر خپل کنټرول لاندې وساتي او د ځان لپاره یې د تمویل وسیله وګرځوي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د دفاع وزارت د پلان له مخې ټولې هغه ولسوالۍ او سیمې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي، د طالبانو له حضوره به يې پاکې کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"په ټول افغانستان کې يوازې ۹ ولسوالۍ د دوښمن په لاس کې دي چې د بېرته نیولو لپاره یې پلانونه لرو، لکه څنګه چې مو د هلمند د ناوې ولسوالي بېرنه ونیوله، په خاک افغان کې مو دوښمن په شا وتمباوه، په کندز کې مو ولسوالۍ له دوښمن څه پاکې کړي، داسې پلانونه د ټولو ولسوالیو لپاره لرو. "

بدخشان ولایت د چین، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري او د دې ولایت د ولایتي شورا استازي وايي، که په دغه ولایت کې د روانو نا امنیو مخه ونه نیول شي، نو نورو ولایتونو ته به هم د نا امنیو څپې خپرې شي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتونو له پیلېدو سره به وسله وال مخالفین له ماتې سره مخ شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG