د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

په قطر کې د افغان طالبانو د دفتر د غړو او کورنیو له سهولته ډک ژوند!


په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په۲۰۱۳ مېلادي کال کې د دې هېواد په مرکز دوحه کې پرانیستل شو چې هدف يې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي خبرو اترو زمینه برابرول وو.

د طالبانو د قطر د دفتر موضوع د روانې اکتوبر میاشتې په درېیمه نېټه وروسته تر هغې ګرمه شوه چې د امریکا ددفاع وزیر جمیز مټېس کانګرس ته وویل چې واشنګټن به ډېر د قطر ددفتر د تړولو او یا فعال پریښودلو په باب پرېکړه وکړي.

مټېس: امریکا به په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه ژر پرېکړه وکړي

ولسمشر ټرمپ له ولسمشر غني غوښتي چې په قطر کې د طالبانو دفتر وتړي

جیمز مټېس وویل دوی غواړي مطمئن شي چې څوک د طالبانو رښتیني استازي دي.

که څه هم امریکا لا د دې دفتر په اړه پرېکړه نه ده کړې ومو غوښتل چې د دې دفتر د فعالیت او دا چې کوم طالب چارواکي په کې فعالیت کوي، کره معلومات پیدا کړو.

په قطر کې د طالبانو یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادی راډیو ته وویل دا مهال ۱۷ طالب مشران له خپلو کورنیو سره په دوحه کې ژوند کوي.

د طالبانو د قطر په دفتر کې چې یوازینی هدف يې د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرول وو، طالبان له نړیوالو خیریه موسسو، ملګرو ملتونو، هېوادونو سره د اړیکو د ساتلو او له بند څخه د طالب زندانیانو د خشوې کولو لپاره ګټه اخلي.

دا دفتر د قطر په مالي مرسته او د امریکا په ملاتړ د یوه افغان انجنیر وحید الله وردګ لخوا چې یوه جرمني شرکت ته يې کار کاوه جوړ شو خو د قطر د طالبانو د دفتر دروازې یوازې د یوې ورځې لپاره پرانستې وې.

په قطر کې د طالبان دفتر.
په قطر کې د طالبان دفتر.

د قطر حکومت د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه دا دفتر وتاړه.

حامد کرزي وروسته له هغې ددې دفتر د تړلو غوښتنه وکړه چې د طالبانو سپین بیرغ پرې ولګول شو.

خو د قطر د دفتر په تړل کېدو سره نه یوازې دا چې د طالبانو سیاسي فعالیتونه بنده نشول بلکې طالب مشرانو له خپلو کورنیو سره په تېلو غني دې عربي هېواد کې په ارامه او له اسانتیاو سره خپل ژوند ته دوام ورکړ.

په قطر کې د طالبانو سرچینه وايي، د دې هېواد حکومت هر طالب مشر ته د هغه د رتبې له مخې تنخوا ورکوي، هر یوه ته یو کور او یو موټر ورکړل شوی دی او ماشومانو يې په ازاد ډول ښونځیو ته ځي.

خو د طالبانو دې سرچینې وویل چې هغه پنځه طالب مشران په یوې ځانګړې سیمه کې تر سخت څارنې لاندې ژوند کوي چې له ګوانټانامو څخه له خوشې کېدو وروسته دې هېواد ته انتقال شوي دي.

د طالبانو د وخت د استخباراتو مرستیال عبد الحق واثق، د بلخ د هغه مهال والي نور الله نوري، د طالبانو د رژیم لوی درستیز محمد فاضل، د هغوی د کورنیو چارو وزیر خیر الله خیر خواه او د ارتباطاتو رئیس محمد نبي عمري، هغه پنځه مهم طالب مشران دي چې له ګوانټانامو څخه قطر ته انتقال شوي دي او له خپلو کورنیو سره په دغه هېواد کې اوسېږي.

بو برګډال امریکايي سر تېروته د سپارلو پرمهال.
بو برګډال امریکايي سر تېروته د سپارلو پرمهال.

دا طالب مشران د یوه امریکايي سرتېري بوي برګډال د خوشې کېدو په بدل کې چې ۲۰۰۹ کال کې طالبانو نیولې و،ازاد شول.

خبریال سمیع یوسف زی چې د طالبانو د قطر د دفتر د فعالیت د پوښښ لپاره دوحې ته تللې و، خپل د سترګو لیدلی حال داسي وايي:

"هڅه مې وکړه چې د نور الله نوري او یا هغو نورو طالبانو کورونو ته لاړ شم چې له ګوانټانامو انتقال شوي دي، هر څوک چې د هغوی سیمې ته داخلېږي باید ساتونکو ته د خپل هویت کارډ څرګند کړي، کله چې هغوی ته معلومه شوه چې خبریال یم نو د داخلېدو اجازه يې رانه کړه، خو ومې لیدل چې هغوی ښه کورونه او لوکس موټر درلودل."

په قطر کې د طالبانو د دفتر جوړولو پیشنهاد د دې ډلې پخواني مشر ملا منصور کړی و او د طالبانو د سرچینو په وینا سید طیب اغا چې د ملا عمر سلاکار و د دې دفتر د پرانیستلو په اړه د قطر له حکومت او امریکا سره تماسونه نیولي وو.

خو طیب اغا اوس د قطر د دفتر مسؤل نه دی، هغه د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې د خبر له افشا کېدو وروسته د دې ډلې د مشرۍ پر سر د پورته شوو اختلافاتو له امله استعفې ورکړه.

طیب اغا
طیب اغا

دا مهال شیر محمد عباس ستانکزی د طالبانو د قطر د دفتر مسؤل دی.

ستانکزی چې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی دی د طالبانو په واکمنۍ کې د عامې روغتیا د وزارت مرستیال و.

د قطر په دفتر کې جان محمد مدني چې د قندهار اوسېدونکی دی او د طالبانو په وخت کې په پاکستان شارژدافیر و او شهاب الدین دلاور چې د لوګر اوسېدونکی دی او په اسلام اباد کې سفیر و هغه دوه طالب مشران دي چې د قطر په دفتر کې زیات مسؤلیت لري.

  • پوښتنه داده چې طالب مشران په قطر کې څه ډول او په څرنګه فعالیت کوي؟

وحید مژده چې د طالبانو د رژیم پر مهال د بهرنیو چارو د وزارت کارکونکی و او څو ځله يې په دوحه کې له طالب مشرانو سره کتنه کړې ده، ازادي راډیو ته وویل:

"په قطر کې د طالبانو تشکیلات د بهرنیو چارو د یوه کوچني وزارت په څیر دي، هره برخه یو استازی لري، د بېلګې په توګه د روسيې، چین او یا اروپا لپاره استازي لري چې هر یو بیا ځان ته کارکونکي لري چې دې هېوادونو ته د طالبانو د سفرونو بربرولو چارې پرمخ وړي."

په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې وویل طالبان زیاتره چین، روسيې او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کوي، وېزې نه اخلي خو د سفر لپاره ورته یو ځانګړی لیک سپارل کېږي.

د دغې سرچینې په وینا د قطر او اماراتو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته طالبان اوس دوبۍ د پخوا په شان سفر نشي کولی.

د روان مېلادي کال په جون میاشت کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر قطر له تروریتسي ډلو څخه په ملاتړ تورن کړ او له دوحې سره يې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې.

د قطر او سعودي ترمنځ اړیکو کې بحران ښايي د دې سبب شي چې ریاض په دوحه کې د طالبانو د دفتر پر تړل کېدو ټینګار وکړي.

  • د طالبانو مشران چې د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي، څرنګه قطر ته ورسېدل؟

په قطر کې د افغانستان د سفارت یوه پخواني کارکونکي ازادي راډیو ته وویل، په قطر کې مېشت طالبان افغان پاسپورتونه لري او اکثره يې له پاکستان څخه قطر ته تللي دي.

سرچینه: د طالبانو د قطر دفتر درې استازي اسلام اباد ته تللي

د دې کارکونکي په خبره د طالبانو غړي کله نا کله د پاسپورټ د تمدید او یا نورو اسنادو لپاره د افغانستان سفارت ځي خو په قطر کې له مېشتو افغانانو سره زیات ارتباط نه لري.

له کله نه چې طالبانو په قطر کې دفتر جوړ کړی دی څو ځله د دې ډلې او افغان چارواکو ترمنځ کتنې شوي دي خو نه افغان حکومت او نه هم طالبانو رسمي خبرې اترې بللي دي.

په قطر کې د طالبانو د پام وړ کارونو کې د ملګرو ملتونو، سره صلیب او نړیوال روغتیايي سازمان له غړو سره د دې ډلې کتنې دي.

د طالبانو د سرچینو په وینا دا سازمانونه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د ډاډ په باب له طالب مشرانو سره غونډې کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما ازادي راډیو ته د ایمیل له لارې دا ملاقاتونه تائید کړي دي.

خو د دې ټولو سره سره په قطر کې د طالبانو دفتر له پرانیستل کېدو راهیسې د افغانستان د وسلې په پروسه کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی راوستی.

په همدې حال کې د قطر د شاهي دولت یوه چارواکي شیخ سیف بن احمد ال ثاني والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي د امریکا او افغان حکومت د غوښتنې په صورت کې به په دوحه کې د طالبانو دفتر وتړي.

دا لا نه ده معلومه چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو په صورت کې به دغلته د مېشتو طالب مشرانو برخلیک څه وي.

راپور: رضوان مراد

XS
SM
MD
LG