د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ولسمشر ټرمپ له ولسمشر غني غوښتي چې په قطر کې د طالبانو دفتر وتړي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغان ولسمشر اشرف غني غوښتي چې په قطر کې د طالبانو دفتر وتړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په قطر کې د طالبانو له دفتر سره چې له شپږو کلونو راهیسې پرانیستل شوي مخالفت کړی دی او له افغان ولسمشره یې غوښتي چې هغه وتړي.

دا خبره بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله کړې ده.

دغو سرچینو دې ورځپاڼې ته ویلې چې ډونالد ټرمپ له اشرف غني سره په کتنه کې چې تېره اوونۍ یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ترڅنګ ترسره کړه، په خبرو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر مسئله مطرح کړې او له هغه یې غوښتي چې دغه دفتر وتړي.

ولسمشر غني له ټرمپ سره د لیدنې پرمهال.
ولسمشر غني له ټرمپ سره د لیدنې پرمهال.

د دغو سرچینو په وینا غني هم ورسره منلې چې دغه کار به وکړي.

د ګارډین په لیکنه افغان مشرتابه په دوحه کې د طالبانو غیر رسمي ۳۶ کسیز پلاوي ته چې طالبان یې خپل سیاسي دفتر بولي، له سیاسي پلوه طالبانو ته مشروعیت ورکول ګڼي او کابل هغه د پاکستان یوه وسیله بولي.

دغه مسئله مو چې ایا د افغانستان او د امریکا د ولسمشرانو ترمنځ په کتنه کې په دوحه کې د طالبانود دفتر پرمسئلې هم خبرې وشوې د افغانستان له جممهوري ریاست سره مطرح کړه خو هغوی په دې اړه یوازې دومره وویل چې دغه موضوع د دواړو ولسمشرانو د خبرو په اجندا کې نه وه شامله.

جمهوري ریاست په دې اړه له زیاتو څرګندونو ډډه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ولې په دوحه کې د طالبانو د د فتر تړل غواړي او په دې اړه له افغان ولسمشر څخه دغه غوښتنه مطرح کوي، ګارډین یې څو دلایلو ته اشاره کړې او ليکي، ټرمپ دغه دفترد سولې یوه ناکامه پروسه بولې چې هغه نتیجه چې مخکیني ولسمشر بارک اوباما یې هیله کوله نه ده ورکړې.

بل دلیل یې دادی چې سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو یې له پرانیستل کېدو راهیسې د بندېدو لپاره فشارونه زیات کړي ځکه دي چې دواړه هېوادونه هغه ته د قطر او متحدو ایالتونو پر اړیکو سربېره د دوحه د ډیپلوماټیک حیثیت د سمبول په توګه ګوري.

که څه هم په دوحه کې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو رسمي ابتکار باید د افغانستان حکومت په لاس کې واخلي او هغه د قطرد حکومت کار دی خو یوې نېږدې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې دغه دفتر له قطر سره د سعودي عربستان او د دې هېواد د یو شمېر نورو متحدینو په رامنځته شوې لانجې کې یو مهم عنصرو.

د ګارډین په وینا که څه هم ټرمپ د دغې لانجې په هواري کې منځګړیتوب کوي خو تر ډېره یې د سعودي عربستان خوا نیولې ده.

سعودي عربستان او نورو متحدینو یې قطر له ایران سره د نېږدې اړیکو او د سخت دریځو اسلامي ډلو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې دوحه د ترورېزم مالي سرچینې برابروي خو قطر دغه تورونه رد کړي دي.

په قطرکې د طالبانو دفتر چې په ۲۰۱۱ کال کې له امریکا سره د پټو اړیکو له ټینګېدو وروسته پرانیستل شوی، په لومړیو کې ورڅخه د هغو خبرو لپاره چې په ترڅ کې یې د طالبانو پنځه مشران د بوبیرګدال په نوم د یوه بندي امریکایي سرتېري په بدل کې خوشې شول، استفاده شوې خو له هغې را وروسته دومره اغیزمن نه و.

په قطر کې د طالبانو دفتر په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پرانیستل شو.
په قطر کې د طالبانو دفتر په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پرانیستل شو.

د افغانستان حکومت چې وایي، که طالبان په رښتیا غواړي د سولې خبرې وکړي او هر چېرې چې یې غوښتي وي ورته اسانتیاوې برابروي ایا په قطر کې یې موجوده دفتر مناسب ځای نه دی؟

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او په سیاسي چارواکو کې د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک وایي، طالبان باید یوازې له دفتره د سیاسي او د سولې د خبرو لپاره کار واخلي.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

نوموړي زیاته کړه:

"موږ وایو چې له نمایندګې یا دفتر څخه باید یوازې د مذاکرو لپاره کار واخیستل شي ترڅو چې موږ اساسي هدف چې هغه په افغانستان کې ثبات او د سولې د خبرو شروع کېدل دي په هغه اړوند باندې پرمختګ وکړو، په دې اړه موږ د دوی د هر هغه دفتر چې د همدې مقصد لپاره وي، هرکلی کوو."

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، که په قطرکې د طالبانو دفتر وتړل شي د دې ډلې دننه تُندلارو ته به دا پلمه په لاس ورکړي چې د امریکا حکومت نه غواړي په افغانستان کې روانه جګړه د سولې د خبرو له لارې هواره کړي بلکې پر پوځي هڅو اتکا کوي.

د سیمه ییزو چارو کارپوه او په بیلفاسټ کې د ملکې د پوهنتون استاد مایکل سمپل ګارډین د دې خبرې ترڅنګ ویلي چې په افغان لوري کې له دغې مسئلې به هغوی ډېره ګټه پورته کړي چې جګړې ته تږي دي.

XS
SM
MD
LG