د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

مشرانو جرګه: جمهور رئيس باید د پاکستان په پلمو تېر نه وځي


پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني احتمالي سفر، د مشرانو جرګې د ځینو غړو له غبرګون سره مخ شوی دی.

د دغې جرګې یو شمېر غړو د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، پاکستان اوس هڅه کوي چې ځان د نړیوالې ټولنې له فشارونه ګوښه کړي، خو افغان حکومت ته پکار ده چې په دغه حساس وخت کې، د هغه هېواد په سیاسي پلمو تېر نه وځي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، په دې اړه یې له جمهور رئیس سره خبرې کړي او جمهور رئیس ویلی چې د یو لړ لازمو مشورو وروسته به اسلام اباد ته سفر وکړي.

مسلمیار ټینګار کوي، کوم نړیوال فشارونه چې پر پاکستان راوړل شوي، افغان حکومت دې ترې ګټه واخلي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"له هرې موقع څخه ښه ګټه اخېستل د ښو سیاستمدارنو کاروي، موږ او تاسې باید احساساتي پرېکړې ونه کړو، د مشرانو جرګې پیغام به ورته دا وي چې نړیواله ټولنه مو په دې قانع کړې چې پر پاکستان فشار راولي، خپل فشار ته ادامه ورکړي او له دې څخه د ملت په ګټه کار واخېستل شي، څو هېواد ته سوله راشي."

پاکستان ته د ولسمشر د سفر په اړه غبرګونونه په داسې وخت کې ښودل کېږي چې د پاکستان لوی درستز تېره اوونۍ کابل ته راغلی و او له افغان ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره یې لیده کاته کړي او له ولسمشرغني یې غوښتي چې اسلام اباد ته سفر وکړي.

پاکستانیو ورځپاڼو ویلی چې افغان ولسمشر به له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته سفر وکړي.

د مشرانو جرګې ځیني غړي داهم وايي، افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز قمرجاوید باجوه له سفر وروسته، د افغانستان د کنړ او ننګرهار پر ولایتونو د پاکستان د راکټونو توغول پیل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د مشرانو جرګې غړي لطف الله بابا دغو راکټونو ته په اشارې، پاکستان ته د افغان ولسمشر غني سفر ګټور نه بولي او وایي:

"که دی په دغه اوسني حساس وخت کې پاکستان ته سفر وکړي، په دې باور لرم چې هغه لاسته راوړنې چې جمهور رئیس یې لري، نړیواله ټولنه او هېوادونه به د هغه هېواد له کرغېړن، ناوړه، دروغجن او د انسان وژنې له سیاسته مخ واړوي."

افغان ولسمشر د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ته په کتو سره ویلي چې اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی او پاکستان پوړې اړه لري چې څنګه ترې کار اخلي.

بل خوا د ناټو عمومي منشي او د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته د سفر پرمهال ویلي، د امریکا ستراتیژي د پاکستان لپاره یوه موقع ده چې د افغانستان پروړاندې د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه خالد سادات وايي، اوس مهال پاکستان د امریکا ترسخت فشار لاندې دی، د له همدې امله هڅه کوي چې ځان له دغو فشارونو ګوښه کړي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"پاکستان اوس مهال د امریکا له سخت فشار لاندې دی او پاکستان ځان یوازې احساسوي، نو ځکه هڅه کوي له دې موقع ګټه واخلي، دا افغان حکومت پورې اړه لري چې د پاکستان د سیاست پروړاندې څنګه عمل وکړی، خو پاکستان ته د ښاغلي غني سفر منفي نه شو تعریفولای."

سادات وايي، پاکستان ته د جمهور رئیس غني سفر ته باید د شک په نظر ونه کتل شي او ولیدل شي چې ایا پاکستان دا ځل رښتینی عمل کوي او که بیاهم د افغانستان پر وړاندې پخوانی سیاست کاروي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG