د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

د امریکا فشارونه به پاکستان په افغانستان کې همکارۍ ته وهڅوي؟


په داسې حال کې چې لویېدیځو چارواکو پر پاکستان فشارونو ته زور ورکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پرون یوځل بیا وویل چې د افغانستان د جګړې مسؤلیت د پاکستان په غاړه نه دی.

دا د امریکا او ناټو له خوا پر پاکستان د تروریستي ډلو د ملاتړ د تورونو په وړاندې د اسلام اباد وروستی غبرګون دی.

پرون د ناټو عمومي منشي وویل چې په پاکستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو مسئله ډېره جدي ده او ناټو به د دې مسئلې د حل په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د امریکا دفاع وزیر او د وسله والو قواوو لوی درستیز هم وړمه ورځ د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره له تروریستانو سره په اړیکو تورنه کړه ویې ویل داسې ښکاري لکه چې ISI خپله بیله بهرنۍ پاليسي لري.

ایا دا فشارونه به پاکستان په افغانستان کې همکارۍ ته وهڅوي؟

احمد تکل په دې اړه په کابل کې د شخړې او سولې د مطالعاتو د مرکز د څېړنو د څانګې له مشر حلیم الله کوثري سره مرکه کړې ده.

ښاغلی کوثري په پیل کې دې سوال ته ځواب وايي چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې به د اسلام اباد احتمالي اقدامات کوم وي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG