د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

ازاد: ظاهراً د افغانستان په اړه د پاکستان په دریځ کې بدلون راغلی


د ولسمشر محمد اشرف غني سره د پاکستان د لوی درستیز تر لېدنې وروسته، د افغانستان جمهوري ریاست د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په دریځ کې د بدلون خبره کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان په دريځ کې دغه بدلون د افغانستان د حکومت او د نړیوالو د فشارونو او د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتيژۍ تر اعلان وروسته لېدل کېږي.

ښاغلی ازاد وویل، سره له دې چې پاکستان په کراتو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو اوس ظاهراً داسې ښکاري چې دغه هېواد په دې پوه شوی چې د ترورېزم سره له رښتینې مبارزې پرته به، د افغانستان او نړیوالو همکاري له لاسه ورکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد

​ښاغلی ازاد وایي:

"ظاهراً د پاکستان په دريځ کې بدلون لېدل کېږي، پاکستان دا خبره اوس درک کړې چې د ترورېزم سره د رښتینې مبارزې پرته، بله لار نه لري، ځکه چې ترورېزم افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ ته خطر دی."

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه د يکشنبې په ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د ولسمشر محمد اشرف غني سره يې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په څرنګوالي او په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

ولسمشرغني افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوی فصل ګڼلی او دغه سفر یې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره مهم بللی دی.

ولسمشر غني ډېر ځله په دې ټینګار کړی چې سوله دوه محوره لري، لومړی پاکستان سره او بیا له طالبانو سره بین الافغاني سوله.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان لوی درستیز افغان ولسمشر سره په ليدنه کې د ترورېزم په وړاندې د رښتینې مبارزې او د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

پاکستان په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ژمنې کړي، خو د افغان حکومت په خبره، کله یې هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

بل خوا يو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي چې پاکستان د ژمي په موسم کې د افغانستان سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو ور پرانيزي، خو د جنګ په موسم يعنې د پسرلي په راتګ سره خپلې ژمنې له ياده اوباسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، پاکستان په تېر کې هم په پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دا ځل به یې هم ونه کړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"زه لا تر اوسه باوري نه یم، ځکه په تېر کې موږ لېدلي، کله چې نړیوال د افغانستان په خوا درېدلي، نو پاکستان د همکارۍ لاس اوږد کړی، خو د دوی همکاري تل مقطعي وې او د ترورېستانو په لاس بیا هم د افغانانو وینه تویه شوې."

ښاغلی مسلمیار د ملي وحدت د حکومت له مشرانو غواړي چې د پاکستان سره د اړیکو په برخه کې تېر هېر نه کړي او په احتیاط ګام واخلي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG