د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

ټاکنو کمېسیون: نور به مرستې د ازادو انتخاباتو د ملاتړ سند پروژې پر اساس کېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د افغانستان د ازادو انتخاباتو د ملاتړ د سند پروژې پر اساس که مالي مرستي پر وخت وشي نو د انتخاباتو پروسه به ښه پرمخ ولاړه شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له دی وروسته به د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره په بېلابېلو پړاوونو کې مالي مرستې د افغانستان د ازادو انتخاباتو د ملاتړ د سند پروژې پر اساس ترسره کېږي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه سند عملي کول به د مالي ستونزو د لمنځه وړلو ترڅنګ پر انتخاباتي کمېسیونونو د خلکو باور د پیاوړلو کولو سره هم مرسته وکړي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه سند لاسلیک به د خلکو باور پر کمېسیون ډېر کړي او همدا راز په هغو برخو کې چې موږ له مالي ستونزو سره مخ یو، که دوی د دغه سند پر اساس خپلي مرستې پروخت او زمان تر سره کړې موږ به له کومي کمۍ سره مخ نه شو او د نتخاباتو پروسه به بریالیتوب سره مخ ته ولاړه شي."

د انتخاباتو څخه د ملاتړ سند د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د دفتر او د افغانستان د خپلواکو انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ لاسلیک شو.

یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د خاص استازي د مرستیال پرنیل کاردیل له قوله ویلي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره باید ضروري پرېکړې او اقدامات ترسره شي څو د دغه پروسې ترسره کېدل باوري شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس د انتخاباتو د تر سره کولو لپاره یو سل او شلو میلیونو ډالرو ته اړتیا ده چې ډېره برخه یې، د نړیوالې ټولنې لخوا ورکول کېږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره انتخابات د راتلونکي لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۱۶ نېټه تر سره شي.

بل لور ته د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا له انتخاباتو څخه د ملاتړ د پروژې لاسلیک یو مهم ګام بولي خو ټینګار کوي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید هغه د خپلو اړتیاوو له مخې عیار کړي.

د دې بنسټ مشر نعیم ایوب زاده ازادي راډیو ته وویل دا کمېسیونونه باید د ۲۰۱۸ میلادي کال انتخاباتو په لوري د تګ لپاره خپل پلان او نقشه جوړه کړي.

نعیم ایوب زاده
نعیم ایوب زاده

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د یوه پلان او طرحې له مخې د خپلو عملیاتي کارونو جزئیات واضح کړي، د هغې له مخې بیا ښه ممکنه ده چې نړیواله ټولنه د دې لاسلیک شوي سند له مخې همکاري وکړي له هغې پرته که یوازې پر سند تکیه وشي بیا شاید داسې څه ونه شي چې ګټور وي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې دری میاشتې مخکې د مرسته کونکو او ملاتړ کونکو هېوادونو استازو د دغو انتخاباتو لپاره پر دقیق پروګرام ټینګار کړی تر څو شته فرصتونه له منځه ولاړ نه شي.

هغوی د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس سره په لیدنو کتنو کې هم د راتلونکي انتخاباتو دقیقه نېټه، شفافه پروسه او د بودجې تامین خورا مهم بللي دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG