د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د انتخاباتو له کمېسیونه د فساد د راپورونو په اړه د اکسین شبکې اندېښنې


د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه يا اکسین وايي چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د فساد راپورونه کولای شي چې د خلکو اعتبار په دې کمېسیون کمزوری کړي.

د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال له‌خوا د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د فساد د موجودیت په اړه له خبرو کولو وروسته اکسین یا د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه وایي د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د فساد ادعاګانې د دې هېواد د راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ دي.

د دې شبکې رئیس جانداد سپین غر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې فساد په دې معنی دی چې راتلونکي انتخابات به عادلانه نه‌وي او د خلکو برخه اخیستنه به په‌کې کمرنګه وي.

د اکسین شبکې رئیس جانداد سپین غر
د اکسین شبکې رئیس جانداد سپین غر

ښاغلي سپین غر وویل:

"د انتخاباتو کمېسیون یوه عادي اداره نه‌ده، په دې اداره کې د فساد د موجودیت د تورونو مسئله کولای شي، د شفافو انتخاباتو په برخه کې د دې ادارې وړتیاوې تر پوښتنې لاندې راولي او د خلکو اعتبار کمزوری کړي، نو په دې اداره کې د فساد موجودیت د اندېښنې وړ دی."

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د یکشنبې د ورځې په غونډه کې ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره د اروپايي ټولنې له لوري په مرسته شويو انتخاباتي وسایلو کې د کمېسیون د دارالانشا د یوه رئیس له‌خوا چې نوم‌يې نه‌دی اخیستل شوی، لاسوهنه شوې چې باید په دقیق ډول وڅېړل شي.

د ده په خبره، داسې ادعاګانې شوي چې دغه مرسته شوي انتخاباتي وسایل اوس مهال په کمېسیون کې نه‌شته او په غالب ګومان، پلورل شوي دي.

ښاغلي ایزیدیار دغه‌شان ویلي چې اروپايي ټولنې په دې اړه درې مکتوبونه حکومت ته استولي، خو ځواب‌يې لا نه‌دی ترلاسه کړی.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه تورونه ردوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په ټوله کې په دې بنسټ کې نه‌شته، خو کېدای شي چې له یو کارکوونکی اداري تېروتنه وشي او خپله قانوني سزا وګوري، د هرې ادارې کارکوونکي له تېروتنو خالي نه‌دي، نو په دې صورت کې نه‌شو ویلی چې ټوله اداره فاسده ده."

له دې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز عملیاتي رئیس قلم‌یار د دې کمېسیون له یوه ولایتي رئیس نه د پنځه لکه افغانیو په اخیستو تورن شوی، خو ښاغلي قلم‌یار له رسنیو سره په خبرو کې دا تورونه بې‌بنسټه بللي دي.

اکسین یا د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه وايي، که حکومت دا موضوعات په جدي ډول ونه‌څېړي، د افغانانو له راتلونکې او د ډموکراسۍ له اصل سره به‌يې لویه جفا کړې وي.

راپور : اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG