د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د انتخاباتو د کمېسیون د غړو ترمنځ اختلاف او د مشرانو جرګې عکس العملونه


د افغانستان مشرانو جرګې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ له سیاسي اختلافاتو اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ خپل منځي اختلافات د مشرانو جرګې د غړو بېلابېل عکس العملونه راپارولي دي.

دوی د سې شنبې په ورځ د انتخاباتي کمېسیون د چارواکو په استجوابیه غونډه کې وویل، که دغه اختلافات همداسې روان وي، د راتلونکو انتخاباتو شفافیت ناشونی برېښي.

سناتور نثار حارث
سناتور نثار حارث

​سناتور نثار حارث په انتخاباتي کمېسیون کې دغو اختلافاتو ته په اشارې وویل:

"په کمېسیون کې شخړې، تضادونه او حتی سپکاوی له کاري ساحې څخه د یو شمېر کمیشنرانو ګوښه کول، د پرېښنايي وسایلو د اخېستلو پر سر نانندرې، دا ټول هغه مسایل دي چې زموږ د اندېښنو لامل شوي، همدارنګه باید ووایم چې د کمېسیون مشر دا حق نه لري چې کمیشنر له ځایه لېرې او ورته ووايي چې نور اجازه نه لري چې په جلسو کې ګډون وکړي."

په دغه غونډه کې ګڼو نورو سناتورانو هم د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د رامنځته شویو اختلافاتو په اړه اندېښنې وښودلې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسي جرګې هم ویلي وو چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کميشنرانو د فشارونو له کبله استعفاوې ورکړي او جمهوري ریاست په نوي لیست کار کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرتابه یوه غړي معازالله دولتي او د دغه کمېسیون یوې غړې ملیحې حسن هم رسنیو ته ویلي چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې ډېری پرېکړې په پټه کېږي.

د کمېسیون ځینو غړو ویلي چې په قصدي ډول څنډې ته شوي او په پرېکړو کې ونډه نه ورکول کېږي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې غونډې ته هم یو شمېر کمیشنران غوښتل شوي وو، چې د دغو ستونزو په تړاو معلومات ورکړي.

خو دغه کمیشران د ځنیو دلایلو له امله حاضر نه شول او پرځای یې د یاد کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ په استجوابیه غونډه کې دغه ادعاوې بې بنسټه او له واقعیته لېرې وګڼلې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ

نوموړي زیاته کړه:

"هر هغه څوک چې دا ډول ادعاوې کوي، باید اسناد وړاندې کړي او له هغې پرته دا یو ډول جوړ شوی کمپاین دی، ښه دا ده چې په دې برخه کې که څوک اسناد لري، له کمېسیون او رسنیو سره یې شریک کړي."

د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکې یا اکسین هم تر دې وړاندې ویلي وو چې د دوی ارزونې هم ښیي چې د انتخاباتو په کمېسیون کې ستونزې موجودې دي.

سناتوران خبرداری ورکوي، که چېري د انتخاباتو په کمېسیون کې دا ډول ستونزې روانې وي، راتلونکي انتخابات به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG