د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

امریکا: د ایران د اټمي تأسیساتو په اړه دې نورې څیړنې وشي


په ملګرو ملتونو کې د متحد ایالاتو سفیره نیکي هیلي وايي، ځینې هېوادونه هڅه کوي چې ایران د د اټمي انرژۍ د نړېوال اژانس له نور تفتیشه وژغوري خو نوموړې خبرداری ورکړ چې که د ایران د اټمي تأسیساتو په اړه اضافي تفتیش ونه‎شي نو د تهران او شپږو قدرتونو ترمنځ اټمي موافقه به له تشو ژمنو پرته بل څه نه‎وي.

مېرمن هیلي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید په راروانو دوو اونیو کې دا خبره چې ایران له اټمي موافقې سره سم ګام اخېستی، کنه کانګرس ته په ډاګه کړي.

مېرمن هیلي په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي، که له ایران سره اټمي موافقه کومه معنا لري نو ښکېل اړخونه باید د دې موافقې د موادو په اړه یو ګډ تفاهم ولري.

په ملګرو ملتونو کې د متحد ایالاتو سفیره نیکي هیلي
په ملګرو ملتونو کې د متحد ایالاتو سفیره نیکي هیلي

ایراني چارواکو لا پخوا ویلي چې د خپلو پوځي تأسیساتو تفتیش ته اجازه نه ورکوي په داسې حال کې چې د د اټمي انرژۍ د نړېوال اژانس"IAEA" ویلي چې د پوځي او ملکي تأسیساتو د تفتیش په برخه کې باید توپیر نه وي.

مېرمن هیلي زیاتوي، اوس داسې ښکاري چې ځینې هېوادونه له اضافي تفتیش څخه د ایران د ژغورنې هڅه کوي.

د مېرمن هیلي په بیان کې د ځانګړي هېواد نوم نه‎دی یاد شوی خو فرانس پرېس خبري آژانس د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله وايي چې هدف یې روسیه دی.

لس ورځې مخکې د ایران د اټمي پروګرام مشر علي اکبر صالحي پر واشنګټن تور ولګاوه چې د ایران اټمي موافقه سبوتاژ کوي او له آی اې اي اې څخه یې وغوښتل چې د واشنګټن د نه منلو وړ غوښتنو په وړاندې مقاومت وکړي.

متحد ایالاتو په دې وروستیو کې د ایران د اټمي موافقې په اړه چې ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال د هغې د فسخ کولو ژمنه کړې وه انتقادونو ته زور ورکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وړمه ورځ آسیا- پسیفیک تحقیقاتي مرکز ته د څرګندونو پر مهال خبرداری ورکړ چې د ایران له اټمي موافقې څخه د واشنګټن وتل به یوه ستراتیژیکه سهو وي.

XS
SM
MD
LG