د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

د سرپل چارواکي: د ازبکستاني د طالبانو تحریک ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي


په سرپل کې دولتي چارواکي او د ولایتي شورا استازي وايي چې د ازبکستاني طالبانو تحریک تر نامه لاندې د یوې بهرنۍ ترورېستي ډلې فعالیت پراخ شوی دی.

چارواکي وايي چې د ازبکستاني طالبانو تحریک مشري د طاهر یولداش زوی چې ظاهر نمګاني نومیږي، کوي او دا ډله د جوزجان، سرپل او بادغیس ولایتونو په پولو کې تنکي ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي.

د سرپل د ولایتي شورا غړی حسین مجاهد زاده ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ډله په سرپل کې نظامي اډه او د ترورېستي روزنو مرکزونه هم لري چې په کې سلګونه تنکي ځوانان په ترورېستي زده کړو بوخت دي.

ښاغلي مجاهد زاده د ازبکستاني طالبانو د تحریک په اړه وویل:

"دې ډلې په سرپل ولایت کې تربیوي مرکزونه جوړ کړي، هغوی تنکي ځوانان چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو لوړ وي، خپلو لیکو ته جذبوي، د هغوی فکرونه بدلوي، افراطیت ته یې را بولي، ترور او دهشت ور ښايي، په سرپل ولایت کې د دې ډلې فعالیت پراخ شوی دی."

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د ظاهر نمګاني تر مشرۍ د ازبکستان د طالبانو تحریک فعالیت په دغه ولایت کې پراخ شوی دی.

ښاغلی اماني وايي چې دا ترورېستي شبکه د ډېرو مالي امکاناتو او نظامي تسهیلاتو برخمنه ده او د سرتېرو د جذب ترڅنګ، د ترورېستانو د روزنې په حال کې ده.

د سرپل د والي ویاند وايي چې د ازبکستاني طالبانو د تحریک تربیوي مراکز په کوهستاناتو کې موجود دي، کوهستانات ولسوالي له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده او د بېرته نیولو لپاره یې د دولت نظامي هڅې په کراتو ناکامې شوې دي.

ذبیح الله اماني د ظاهر نمګاني تر مشرۍ د یادې ډلې د نظامي مرکزونو د فعالیت په اړه وویل:

"د یادې ډلې فعالیت د پام وړ دی، د سرپل په کوهستاناتو کې او د صیاد ولسوالۍ او د سرپل د مرکز ترمنځ سیمو کې فعالیت کوي، دوی په کوهستاناتو کې د نظامي روزنې مرکزونه هم لري."

د کار پوهانو په باور، د سرپل امنیتي وضعیت ته د امنیتي چاروکو نه پاملرنه او په سیمه کې د ناقانونه وسله والو حضور چې دې وروستیو کې د مختلفو سیاسي بدلونونو پر اساس د بیا ځل لپاره مسلح شوي او د مخدره توکو په قاچاق او سیمه کې په اشوب ګرۍ کې لاس لري، هم د یادې ډلې پیاوړې کېدو ته مرسته کړې.

سیاسي کار پوه ذبیح الله احساس وايي چې د ظاهر نمګاني ترورېستي ډلې سره د محلي زورواکو او نا قانونه وسله والو د ګټو ورته والی سبب شوی، تر څو کوهستاناتو کې دا ډله د ترورېستي فعالیتونو د روزنې مرکزونه فعال وساتي.

هغه وویل:

"د دولتي قوتونو ترڅنګ، د نا قانونه وسله والو حضور چې تر مختلفو نومونو لاندې فعالیت کوي، دوی سره ګډې ګټې لري، یو بل سره شباهتونه لري، لکه د انسانانو د قاچاق مسئله، د مخدره توکو قاچاق او داسې نور موارد دي. "

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولایت اوسېدونکي د یادې بهرنۍ ترورېستي ډلې له فعالیت شکایت لري او له دولت څخه یې په وړاندې د پراخو عملیاتو د تر سره کېدو غوښتنه کوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG