د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

کټوازی: تېرو لسو میاشتو کې ۹ شمالي ولایتونو کې ۱۴۸۵ طالبان وژل شوي


په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردوی چارواکي وايي چې د تېرو لسو میاشتو په ترځ کې یې نېږدې ۲۵۰۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال مهمند کټوازي نن سې شنبه په مزار شریف کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې دا شمېر وسله‌وال طالبان د «شفق» په نوم ۳۲ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د روان کال په اوږدو کې یا وژل شوي یا هم ټپيان دي.

هغه وویل چې د یادو عملیاتو په جریان کې ۱۴۸۵ تنه مخالف وسله‌وال د افغان امنیتي ځواکونو سره په نښتو او یا هم د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او ۱۰۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کټوازي په خبره دا عملیات په کندز، بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ترسره شوي دي چې هوايي قوتونو هم په‌کې برخه درلوده و طالب وسله‌والو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله.

کټوازي وویل:

"موږ له خپلو ځوان پيلوټانو څخه مننه کوو چې په محاربوي عملیاتو کې یې راسره اوږه پر اوږه برخه واخیسته، موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو، تر څو چې یو څاڅکی وینه مو په وجود کې وي له دوی به ملاتړ کوو."

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په خبره چې د شفق په نوم په ۳۲ عملیاتو کې ۳۰ طالب وسله‌وال هم په ټول شمال زون کې ژوندي نیول شوي.

جنرال کټوازی وايي چې په سرپل، کندز او بغلان ولایتونو کې هم د طالب وسله‌والو په وړاندې عملیات دوام لري او په دې دلیل ورو پر مخ ځي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

جنرال کټوازی وايي چې دوی د طالب وسله‌والو له وجود څخه د شمال د بشپړې تصفیې په خاطر د ۱۳۹۶ کال لپاره د خالد تر نامه لاندې لوی پوځي عملیات پلان کړي چې په ډېر شدت سره به دوه میاشتې وروسته پيل شي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر وايي چې په شمال زون کې له دوی سره په پوځي عملیاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو ونډه هم پراخه وه او اوس‌مهال ولسي خلک طالبانو ته په بد نظر ګوري او د هغوی له نامشروع کړنو کرکه لري.

جنرال کټوازي وویل:

"طالبان د خپلو اعمال په دلیل اوس د خلکو سره اعتبار نه‌لري، خلک ترې کرکه لري، طالب وطن ورانوي، تباهي کوي، وحشت او ترور ته لمن وهي په همدې دلیل خلک ترې کرکه کوي."

ښاغلي کټوازي د روان کال په ترڅ کې د طالبانو سره په جګړه کې ملي اردو ته هم د تلفاتو له اوښتو خبر ورکړ، خو دقیقه شمېره‌یې په ډاګه نه‌کړه.

په همدې حال کې د بلخ ولایت د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې د شپې له‌خوا طالبان وسله‌وال فعالیت ترسره کوي.

هاخوا بیا د سرپل د شیرم‌ها سیمې او کوهستاناتو ولسوالۍ خلک شکایت کوي چې له یو نیم کال راپدېخوا یې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او دولت نه‌دی توانېدلی چې دا سیمې تصفیه کړي.

د شیرم‌ها سیمې یو اوسېدونکی خالد یې په اړه وايي:

"په شیرم کې طالبان په دوامداره توګه حضور لري، له خلکو پیسې او زکات اخلي او همدارنګه اوس ژمی دی له مرکز سرپل سره د کوهستاناتو لاره په واورو پوښلې او بنده ده، کوهستانات ګرده د طالبانو په لاس کې دی."

د سرپل والي ظاهر وحدت په دې باور دی چې طالبانو د انتحاریانو د تربیې مرکزونه له کوټې څخه د سرپل یادې ولسوالۍ ته رالېږدولي دي.

​د یادونې وړ ده چې همدا اوس په سرپل، فاریاب، کندز او بغلان ولایتونو کې د طالب وسله‌والو پر وړاندې د شفق پوځي عملیات د ملي امنیت، محلي پاڅون‌کوونکو او د ملي اردو له‌خوا پر مخ بیول کېږي.

تر دې دمخه د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور ویلي وو چې د افغانستان شمال د افغان پوځیانو او طالب وسله‌والو د جګړې میدان نه بلکې د نړېوالو قدرتونو د نیابتي جګړې میدان دی او د ګاونډیانو د مداخلې له امله به دا جګړه لا نوره هم پراخه شي.

تر دې دمه وسله‌والو طالبانو د ۲۵۰۰ تنه ملګرو د وژل کېدو او یا هم ټپي کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG