د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۶

افغانستان

وحدت: طالبانو د انتحاري حملو مرکزونه کوهستاناتو ته انتقال کړي

د سرپل والي ویلي چې وسله‌والو طالبانو د انتحاري حملو د روزنې مرکزونه د دغه ولایت کوهستانات ولسوالۍ ته انتقال کړي دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د شنبې په ماښام په مزارشریف کې په یوه کنفرانس کې دا خبره وکړه او وویل:

"زموږ د رپوټونو له مخې په سرپل کې تر وروستۍ جګړې مخکې، طالبانو ۶۰ تنه د هغوی په خبره فدایان روزلي و، دغو کسانو زموږ د خلکو او امنیتي سرتېرو په وړاندې خپل رول ادا کړ."

ښاغلي وحدت وویل چې د طالبانو تر څنګ د داعش پورې تړلې ډلې هم د سرپل په ځینو برخو کې فعالیت کوي.

د سرپل والي وویل که څه هم طالبانو پرېکړه کړې چې له سرپل نه د بریا لپاره لار هواره کړي خو افغان پوځیانو د خلکو په همکارۍ د دوی مخه نیولې ده.

سرپل په دې وروستیو کې د سختو نا امنیو شاهد دی او په خپله پر ظاهر وحدت هم تېره اوونۍ د یوې انتحاري حملې هڅه وشوه چې د سرتېرو د ډزو په نتیجه کې حمله کوونکی هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان په فوټسال کې له مراکش ماته وخوړه

د افغانستان د فوټسال لوبغاړي د تمرین پر مهال
د افغانستان د فوټسال لوبغاړي د تمرین پر مهال

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د مراکش په وړاندې څلور پر صفر ماته ومنله.

دا لوبه د اسلامي پیوستون د ټورنمنټ په ترڅ کې نن د ریاض په کوبه توب وشوه.

په دې ترتیب په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان د ګروپي دور لوبې پای ته ورسېدې او بل پړاو ته د رسېدو لپاره باید تاجکستان خپله راتلونکې لوبه له ایران وګټي.
افغانستان له ایران، مراکش، او تاجکستان سره په یوه ګروپ کې وو چې له ایران سره یې ۲ -۲ مساوي کړې وه، له تاجکستان یې ۹ پر ۵ ګټلې وه او له مراکش یې څلور – صفر ماته وخوړه.

ترکمنستان د افغانستان د شمال زلزله ځپلو ته مرسته واستوله

ترکمنستان وايي، د افغانستان زلزله ځپلو ته یې افغانستان ته مرسته واستوله.

د ترکمنستان د نړیوال معلوماتي مرکز د راپور له مخې، د دغه هیواد د بشري مرستو کاروان پرون (جمعه) له ترکمنستان څخه د افغانستان پر لور روان شو.

په دې کاروان کې، چې له ۴ لاریو جوړ و، درمل، طبي وسایل، کالي او خوراکي توکي شامل دي.

دا بشري مرسته د ترکمنستان د خلکو د شورا یا پارلمان د رییس په لارښوونه د قربانقلي بیردي‌محمدوف د خیریه بنسټ له‌خوا استول شوې ده.

د افغانستان په شمال کې وروستۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.

تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګ‌ژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، په ایبک ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد پلاوي په استانبول کې یې طالبانو ته خپل وړاندیزونه سپارلي

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ نن خبرې نن په دوهمه ورځ هم دوام لري.

راپورونه وايي چې دا خبرې د استانبول په کونراد هوټل کې پیل شوي او خبریالانو ته احازه نه ورکول کېږي چې د خبرو ځای ته ورشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی طاهرحسین اندرابي نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستاني پلاوي خپلې غوښتنې منځګړو ته سپارلي چې له افغان لوري سره پرې خبرې وکړي.

ده د پاکستان د غوښتنو په اړه ډېر جزییات وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې کره ثبوتونه یې له منځګړو سره شریک کړي دي.

دا له کله چې د دواړو خواوو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، د دواړو خواوو ترمنځ درېیم پړاو خبرې دي چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب کېږي.

د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.

بل لور ته یو شمیر پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د دیپلوماتیکو او امنیتي سرچینو په قول ویلي چې تر دې دمه په خبرو کې پرمختګ شوی او احتمال شته چې دا خبرې سبا هم دوام وکړي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه تازه څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.


په کندهار کې ۷ تنه په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شول

د کندهار ولایت په میوند ولسوالي کې نن سهار (جمعه) په یوه ترافیکي پېښه کې اووه تنه مړه شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ملا اسدالله جمشید رسنیو ته وویل، دا پېښه د میوند ولسوالۍ د توري په سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو «فیلډر» موټر له یوه باروړونکي ټرېلر سره ټکر شو.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې اووه تنه، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم په کې شامل دي، مړه شوي دي.

جمشید د دې پېښې علت د موټرچلوونکوبې احتیاطیي وبلله.

طالبان وايي، په کندوز کې یو انتحاري هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی

په کندوز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې نن (جمعه) یو شکمن ځانمرګی بریدګر د دغه ښار د دورې د بزګشۍ میدان ته نژدې وژل شوی دی.

د کندوز د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، جمعه‌الدین خاکسار، نن ځايي رسنیو ته ویلي چې سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د ښار د اتمې امنیتي حوزې د دورې پر سړک هغه مهال چاودنه وشوه چې د ده په وینا، بریدګر خپل چاودیدونکي توکي مخکې تې دې چې ځان هدف ته ورسوي، وچاودول او په ځای ووژل شوی .

د خاکسار په وینا، په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی او په دې اړه پلټنې روانې دي چې احتمالي ځانمرګی په کومې ډلې پورې تړاو درلود.

په بلغاریا کې د یوه موټر په ټکر کې ۶ کډوال مړه شوي

د بلغاریا د دولتي خبري اژانس (BTA) د راپور له مخې، د پنجشنبې په شپه د پولیسو له تعقیب وروسته د یوه موټر د ټکر له امله شپږ مهاجر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د تور سمندرګي بورګاس ښار ته نژدې شوې ده.

د سرحدي پولیسو مشر، کمېشنر انتون زلاتانوف، د بي‌ټي‌وي ټلوېزیون ته ویلي چې دغه موټر، چې د رومانیا نمبر پلېټ درلود، لس کسان وړل، خو د تلاشي پر مهال یې د درېدلو امر ته پام ونه‌کړ او د تېښتې هڅه یې وکړه.

د هغه په وینا، شپږ تنه د پېښې په ځای کې سمدستي مړه شوي، خو د موټر چلوونکي ــ چې رومانیايي تبعه دی ــ او درې ژوندیو پاتې شويو مهاجرو لومړنۍ درملنه ترلاسه کړې ده. د بلغاریا د خبري اژانس د راپور له مخې، اټکل کېږي چې ژوندي پاتې شوي کسان افغانان وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د شمال زلزلې تر ۱۳۰۰ ډېر کورونه نړوالي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روانې اوونۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې د افغانستان په شمال کې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګ‌ژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم زیات اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، د ایبک په ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.

د روغتیا نړیوال پروګرام ویلي چې د سمنګان د ولایتي روغتون، د بازار سوخته ولسوالۍ روغتون، او د دغه سازمان په ملاتړ د بلغالي د لومړنۍ روغتیا کلینیک په شمول ۲۱ روغتیایي تاسیسات زیانمن شوي دي.

راپور زیاتوي چې د بیړني غبرګون ډلې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو بشري شریکانو په ملاتړ ژر تر ژره اغېزمنو سیمو ته واستول شوې چې د ټپیانو د درملنې ترڅنګ، بیړني توکي او او رواني ملاتړ برابر کړي.

پاکستان په استانبول کې طالبانو ته یو طرحه وړاندې کړې

استانبول-ترکیه
استانبول-ترکیه

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومت د استازیو د خبرو نن دوهمه ده.

دا دریم پړاو خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پرون پیل شوې. د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.

بل لور ته یو شمیر سرچینو ویلي دي چې په استانبول کې د پرونیو خبرو پرمهال پاکستاني لورې طالبانو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې تراوسه د دې طرحې جزییات نه دې رسنیز شوي.

د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله له مراکش سره مخامخیږي

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله سبا د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په ترڅ کې له مراکش سره مسابقه وکړي.

دا لوبې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې روانې دي.

افغان لوبډله په ( ب) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوې ده. تاجکستان ته یې نهه د پنځو په وړاندې ماتې ورکړې ده، له ایران سره یې پرون لوبه دوه د دوو په مقابل کې مساوي کړه.

د اسلامي پیوستون لوبو په ترڅ کې د اووه پنځوس اسلامي هیوادونو څه باندې درې زره لوبغاړي په نولس بیلابیلو ورزشي څانګو کې سیالۍ سره کوي.

د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه

د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه نن دوه د دوو په وړاندې مساوي شوه.

دا لوبه د اسلامي هیوادونو د پیوستون په نوم د سیالیو په ترڅ کې ترسره شوه چې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې روانې دي.

په دې سیالیو کې افغانستان د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته نهه د پنځو په مقابل کې ماتې ورکړه.

افغانستان په ( بې) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG