د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

عبدالله: له حکومت سره سیاسي ستونزې باید د مفاهمې له لارې حل شي


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي چې د قانونو پر بنسټ د سیاسي احزابو او ائتلافونو جوړول، د ټولو افغانانو حق دی او که کومه سیاسي ډله د حکومت له کړنو سره مخالفت او موافقت لري، نو د مفاهمې او خبرو اترو دروازې یې په مخ خلاصې دي.

ډاکتر عبدالله عبدالله دا څرګندونې نن شنبه په مزارشریف کې د شهید اوونۍ یوې لمانځغونډې ته وکړې.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د ملي ژغورنې تازه جوړ شوي ائتلاف ته په اشارې سره وویل، له حکومت سره باید موجوده ستونزه، د خبرو له لارې حل شي.

هغه وویل، د حکومت د خبرو اترو دروازې د هرې ډلې په مخ خلاصې دي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"که موافق یوو یا هم مخالف، له موضوعاتو سره، په هر ډول حالاتو کې چې یوو، د هېواد شرایط دا ایجابوي چې د مفاهمې او بحث له لارې پر مخ لاړو."

تر دې دمخه عطا محمد نور، جنرال عبدالرشید دوستم او محمد محقق، پر ملي یووالي حکومت د فشار راوستولو په خاطر، ترکیه کې د افغانستان ملي ژغورنې تر نامه لاندې یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ چې اوس مشخصې غوښتنې لري.

د یاد ائتلاف یوه غړی او د بلخ والي عطا محمد نور، دې ولایت کې د شهید اوونۍ لمانځغونډې ته په خبرو کې وویل چې مرکزي حکومت قدرت انحصاري کړی او د حکومت مشران یې پر استبداد او قدرت طلبۍ تورن کړل.

د بلخ والي عطا محمد نور
د بلخ والي عطا محمد نور

عطا محمد نور وویل:

"د قدرت انحصار د څو تنو په لاسونو کې دی، دوی د اسلامي ازرښتونو، د ډموکراسۍ د نظام او د نړېوالې ټولنې د غوښتنو پر خلاف عملاً لوی استبداد ته زمینه هواروي چې په تېرو وختونو کې یې افغانستان له فاجعې سره مخ کړی او د افغانستان د وروسته پاتې کېدو سبب ګرځېدلي."

د افغانستان د ملي ژغورنې ائتلاف غړی او د ولسمشر پخوانی مشاور احمد ضیا مسعود هم وايي چې مرکزي حکومت د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او غواړي چې د افغانستان د نظام سیاسي جوړښت بدلون وکړي.

هغه وویل چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د جوړښت د توافق نامې پر بنسټ، حکومت باید تر دوه کلونو ضروري اصلاحات راوستي وای، خو اوس دا حکومت نه دی توانېدلی او مشروعیت هم نه لري.

ښاغلي مسعود وویل:

"فعلاً د ملي یووالي حکومت د جوړښت اصلي څېرې پکې حضور نه لري، بناً موعد وخت یې تر دوه کلونو پورې و او دوی اصلاحات نه دي راوستلي، مسلماً سیاسي مشروعیت له لاسه ورکوي، تر اوسه هېڅ کار نه دی شوی، په داسې حال کې د افغانستان خلک د نظام د سیاسي جوړښت د بدلون غوښتونکي دي."

دا په داسې حال ده چې د افغانستان د ملي ژغورنې د ائتلاف غړو تردې دمخه هم ورته څرګندونې کړې وې، خو د مرکزي حکومت مشرانو تل ویلي چې انتقاد کوونکي هم د حکومت بر حاله غړي دي او د نظام د تقویت لپاره دې بدیلې طرحې وړاندې کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG