د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

صدیقي: بلخ ته د عبدالله سفر د حکومت او عطا نور اختلاف حلوي


د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي چې بلخ ته د اجرائیه رئیس سفر، له حکومت سره د عطا محمد نور د اختلافونو د هواري په هدف دی.

د بلخ د والي او اجرائیه رئیس ترمنځ له رامنځته شویو اختلافاتو وروسته، دا لومړی ځل دی چې عبدالله عبدالله بلخ ته سفر کوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځني غړي وايي چې اجرائیه رئیس د امریکا او د افغان ولسمشر له فشارونو وروسته هڅه کوي چې دعطا محمد نور او جمعیت ګوند سره بېرته اړیکې ورغوي.

د دغه جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتيژۍ د پلې کولو لپاره، په کور دننه د سیاسي مشرانو اجماع ډېره مهمه ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"داسې معلومات هم شته چې وروستی ائتلاف، کوم چې د عبدالرشید دوستم، محمد محقق او د عطا محمد نور له لورې رامنځته شو، د امریکا فشارونه ډېر شوي چې دوی او حکومت سره په خپلو کې جوړ جاړی وکړي، ځکه په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د ښه عملي کولو لپاره، دا مهمه ده چې مشران خپل منځي اختلافات لېرې کړي."

اجرائیه رئیس په داسې حال کې بلخ ته سفر کوي چې تر دې مخکې عطا محمد نور پر ده له دې امله جدي انتقادونه کړي وو چې په حکومت کې د جمعیت استازیتوب نه شي کولای.

د بلخ والي په دې ورستیو کې په کراتو کراتو پر عبدالله جدي انتقادونه کړي، خو اجرائیه ریاست یې پر وړاندې ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.

که څه هم په بلخ کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې عبدالله عبدالله بلخ ته له عطا محمد نور سره د روغې لپاره ورغلی، خو اجرائیه ریاست په دې اړه جزییات نه ورکوي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، بلخ ته د ښاغلي عبدالله د سفر هدف د شهید د اوونۍ په مناسبت غونډه کې ګډون او د دغه ولایت د حالاتو ارزونه ده، خو له ښاغلي نور سره به هم وګوري.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

ښاغلی میثم وایي:

"په خپله والي صاحب هوايي ډګر ته د اجرائیه رئیس د هرکلي لپاره راغلی و، اجرائیه رئیس به د شهید اوونۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون او خبرې وکړي او تر هغې وروسته به، د بلخ له والي او نورو چارواکو سره په هېواد کې د روانو حالاتو په اړه خبرې ولري."

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا اوسنیو شرایطو ته په کتو، د سیاسي مشرانو ترمنځ اختلافات د ولس او وطن په خیر نه ګڼي.

له دې ډلې قدرت الله ځواک وايي، په ډموکراټیکو ټولنو کې د نظر اختلاف معمول دي، د ده په خبره، افغان سیاسي مشرانو ته پکار ده چې د اوسني وضعیت د ښه کېدلو لپاره له خپلو شخصي ګټو تېر او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG