د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

ایاز: وروستیو پېښو په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې پرفعالیتونو ناوړه اغېز کړی


په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې، په دې هېواد کې د دوی اووه کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغې کمېټې ویاند احمد رامین ایاز د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې امنتیي پیښو په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې پر فعالیتونو ناوړه اغیز کړی دی.

ښاغلی ایاز وايي، یادې کمېټې د خپلې یوې کارکوونکې له وژل کېدو وروسته، په بلخ او ځینو نورو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"وروستیو پېښو په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې پر کارونو ناوړه اثر کړی دی، د تېرې ورځې له پېښې وروسته دغې کمېټې تصمیم ونیو چې په مزارشریف کې د ارتوپیدي د مرکز فعالیت وځنډوي، موږ اوس په شمال ختیځو ولایتونو کې هیڅ فعالیت نه لرو او همدارنګه په اکثرو ولایتونو کې مو فعالیتونه په محدود ډول روان دي."

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه په جنګ کې له ښکېلو ټولو اړخونو غواړي چې د بشري بنسټونو فعالیتونو ته په درانه نظر وګوري او خوندیتوب ته یې هڅې وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه هسپانوۍ ۳۸ کلنه فیزیوتراپسته " لورینا اینرال " د مزارشریف د فیزیوتراپي په مرکز کې، د یوه معلول افغان لخوا په ډزو ووژل شوه.

پخوا تردې هم د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې وسله والو مخالفینو په جوزجان کې د یادې کمېټې شپږ کارکوونکي ووژل.

د سره صلیب کمېټه د ۲۰۰۰ ښځینه او نارینه کارکوونکو په لرلو سره چې ۱۰۰ يې بهرنیان دي، له شااوخوا دېرشو کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شمالي ولایتونو ځینې سیمه ییز چارواکي، د سره صلیب د کمېټې وروستي تصمیم اندېښمن کړي او وايي چې د دغې کمېټې د فعالیتونو ځنډېدل به د خلکو ستونزې زیاتې کړي.

د بدخشان ولایت د فیض اباد ولسوالې سایره شکېب سادات په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"که دغه کمېټه خپل فعالیتونه ودروي، ډېری عام خلک به زیان وویني، په تېره هغه مظلوم او بېوزلي خلک چې تراوسه په جنګ کې دي او د دغې کمېټې له خدمتونو یې ګټه اخیستيې ده، دا اقدام به په روغتیايي او نورو برخو کې د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي، ځکه چې دغې کمېټې د معلولینو او معیوبینو په برخو کې کار کوي."

مېرمن سادات وايي، افغانان روغتیايي خدمتونو ته ضرورت لري.

دې د یادې کمېټې له مسؤلینو وغوښتل چې پر خپل تصمیم له سره غور وکړي او په شمالي ولایتونو کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت استازی محمد عظیم قویاش په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې پر فعالیتونو تینګار کوي او په جنګ کې له ښکېلو خواو غواړي چې د دغې کمېټي د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

راپورخان محمد سیند

XS
SM
MD
LG